د افغانستان د سنو بورډ اتلانو په اسیا کپ سیالیو کې ۵ مډاله وګټل

روهي(جمعه/۲ د کب)، د افغانستان د سنو بورډ ملي لوبغاړو د افغانستان لپاره  په اسیا کپ کې ۵ مډاله وګټله، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د سنو بورډ ملي لوبغاړي په بهرنیو سیالیو کې برخه اخلي. دغو لوبغاړو په کابل او بامیانو کې نږدې یوه میاشت یادو سیالیو ته چمتوالی نیولی و.
 
د افغانستان د سنو بورډ فدراسیون مشر احمد رومل حیات وویل (پوره چمتوالی مو نیولی و، نظر دې ته چې دا د لوبغاړو لومړنۍ بهرنۍ سیالۍ وې موږ ښه وځلېدو)، افغان لوبغاړی کریم فیضي چې د دغو سیالیو په نوملړ کې شپږم مقام کې راغلی د سپینو زرو مډال یې ګټلی.
 
د سنو بورډ اسیا کپ سیالیو کې چې روانه اونۍ د پاکستان د خیبر پښتون خوا سوات ښار کې پیل شوې وې د بیلابیلو هېوادونو نه ۳۹ لوبغاړو پکې سیالۍ وکړې.سنو بورډ په افغانستان کې نوې لوبه ده.