د لندن په یوه جومات کې د چاړه برید شوی

روهي(جمعه/۲ د کب)، د مرکزي لندن په ریجنټس پارک سیمه کې یو کس له چړې سره جومات ته ننوتلی او یو اویا کلن سپین ږیری یې د چړې په وار ټپي کړی دی. پولیسو له پېښې وروسته بریدګر نیولی دی. ویل کېږي چې بریدګر له تېرو څو میاشتو راهیسې دې جومات ته تله راتله او عبادت کوونکو پېژانده، او ګومان یې کاوه داسې یو څوک دی چې نوی مسلمان شوی.
 
د پېښې عیني شاهدین وایي برید هغه مهال وشو چې همدې سپین ږیري د لمانځه امامت کاوه او بریدګر یې هم شاته په لومړي کتار کې ولاړ و. د برتانیا لومړي وزیر بورېس جانس پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دې پېښې سخت خواشینی کړی،او له ټپي شوي کس سره یې خواخوږي ښودلې.
 
پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونه او ویډیوګانو کې بریدګر په داسې حال کې ښودل کېږي چې پر ځمکه پروت دی او پولیس یې لاسونه شا ته ور تړي.پولیس وایي چې بریدګر یو سپین پوستی کس دی، خو بشپړه پېژندګلوي یې لا نه ده مالومه.