(كومار سنګكارا) د کرکټ نړيوال لوبغاړي دې پاکستان ته راشي 

روهي (پنځه نۍ/۱ د کب)، د سرېلانکا کرېکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان كومار سنګكارا چې اوس مهال په پاکستان کې دی، د کرکټ له نړيوالو ټيمونو غوښتي دي چې پاکستان ته دې راشي او دغه هېواد د کرکټ لوبو غوره ځای دی. 

نوموړی پاکستان کې د پنځوس اوريز او ټي ۲۰ لوبو کې د لوبېدو په پار پاکستان ته راغلی دی. كومار سنګكارا وايي چې پاکستان د لوبو ترڅنګ د کرکټ لوبغاړو لپاره د ګرځندويه يو ښه هېواد هم دی. 

كومار سنګكارا چې پخوا يې هم په پاکستان کې لوبې تر سره کړې دي خو دا ځل د پاکستان په سوپر ليګ لوبېدل او د خلکو مينه ورته بې سارې ده او د نړۍ نور لوبغاړي هم هلته په ورتګ هڅوي.