د ملا اختر محمد منصور شتمنۍ لیلامۍ ته وړاندې کیږي

روهي(پنځه نۍ/۱ د کب)، یوې ځانګړې محکمې په دې ښار کې د افغان طالبانو د پخواني او وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور شتمنۍ لیلامۍ ته وړاندې کولو په تړاو امر کړی. ویل کېږي چې په دې شتمنۍ کې درې کورونه او ځمکې دي، او عدالت ورځپاڼو ته سپارښتنه کړې چې د بولۍ یا لیلامۍ لپاره یې اعلانونه خپاره کړي.
 
باوري سرچینې دا مني چې د افغان طالبانو دې پخواني مشر په کراچۍ کې کورونه او شتمني درلوده، خو هغه کسان نه دي مالوم چې په نامه یې دا کورونه اخیستل شوي. وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د هغو دوه کسانو دندې ځنډولې وې چې ویل کېدل ملا منصور ته یې پاکستانی شناختي کارډ او پاسپورټ جوړ کړي وو.
 
ملا اختر محمد منصور ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان بلوچستان ایالت کې د امریکا بې پېلوټه الوتکې برید کې وژل شوی و.هغه مهال داسې هم ویل کېدل چې دی د وژل کېدو پر وخت له ایرانهښ بېرته پاکستان ته پر سفر و.