ډاکتر محمد بديع

 داخوان المسلمين ګوند دعربي او اسلامي نړۍ په کچه داسې ګوندي دسپلين رامنځته کړی دی ،چې دبېلګې په توګه ېې څارونکي يادوي او مخالفين ېې ورته په اوبو کې خوله کيږي د دسپلين بېلګه ېې داده ،چې ډاکتر محمد حبيب او ډاکتر عبدالمنعم آبوالفتوح ېې له مکتب الارشاد څخه ليرې کړل ، خو څارونکي بيا وايي دا يوه سياسي تېروتنه وه او اخوانيانو تر اوسه له تاريخه زده کړه نه ده کړې . په اخوان المسلمين کې دغه دواړه مشرې څيرې ،چې له دوی پرته ېې په نورو کړيو کې هم خواخوږي درلودل
اخوان المسلمين حبيب ته ځکه سزا ورکړه ،چې ده خپله دا لېوالتيا ېې پټه نه شوه کړای او واک ته درسيدو هڅه ېې کوله او ابوالفتوح بيا په ډاګه پر اخوان المسلمين نيوکې وکړې دا په ار کې ځانته سزا ورکول و ځکه حبيب منځلارې څيره وه او داخوان المسلمين پر سخت دريځه مخ ېې ماسک راغوړولای شو او دويم بيا سمونپال و اودا ېې له وسه پوره وه ،چې دګوند هغه زړه ورسم کاندي ،چې دسخت دريځۍ له کبله يې نورې ډډوزې کولې .
داسلامي ګوندونو دچارو شنونکې په دې باور دي ،چې دمکتب الارشاد ټاکنې له اټکله پورته ناببره هغه دي ، خو کره شننه بيا وايي ، چې دا هيڅ ناببرتيا نه وه دمنځلارو اوسخت دريځو ترمنځ سيالي او کشمکش دی ،چې دټاکنو پر مهال ځان راڅرګندوي اودا په اخوان المسلمين کې له هماغه و که موږ چيرې داخوان المسلمين تاريخ او شاليد ته ځير شو نو دا به راته جوته شي ، چې منځلاريتوب او اسلامي سخت دريځي داخوان المسلمين شرعي پلار دی .
که چيرته نورو اسلامي ډلو وسلې ته لاس اچولی له خپلو ټولنو سره لاس وګريوان شوي دي او يا ېې پرې دکفر ټاپه لګولې ده دوی نو بيا دسيدقطب شرعي زامن دي دغه مهال نو بيا الشيخ محمد الغزالي ، الشيخ يوسف القرضاوي او دحسن البناء ورور جمال البناء ، چې په اسلامي فقه کې دمنځلاريتوب پلويان و ډير زړور و چې په هغسې وخت کې ېې دا ډول يو دريځ درلود او له ورته هغو ېې ملاتړ کاوه دا ښاغلي خويا په اخوان المسلمين کې پخواني غړي وو او يا ورته نږدې و دوی هڅه کوله ،چې دسمونپالو دود اوتجربه راخپله کړې خو بخت ورسره ياري ونه کړه .
خپله ډاکتر محمد بديع دقطبي خوځښت ـ موخه ېې سيد قطب دی ـ له سرخيلانو څخه دی دوه ځلې پرلپسې دهغو ټولپوښتنو له مخې داخوان المسلمين دمشرتابه لپاره وړ کس بلل شوی دی او مرستيال ېې بيا ډاکتر رشاد البيومي په نښه شوی دی
اوس شنونکې وايي : وروستيو ټاکنو دا وښودله ،چې دسيدقطب فکري ملاتړي اوس هم په اخوان المسلمين کې لاسبري دي په اوسني مکتب الارشاد کې څلور داسې غړي دي ،چې د 1965 تنظيم سره د تړاو په تور پر 20 کاله بند محکوم شوي دي ددغه تنظيم مشري داخوان المسلمين تيورسن سيد قطب کوله اوسمهال ، چې دسيد قطب دافکارو پلويان اوملاتړي په اخوان المسلمين کې واک ته ورسيدل دغه پرمختګ دګوند اونورو اسلامي شخصيتونو لکه يوسف القرضاوي ترمنځ اړيکې کاواکه کړې دي نوموړی له فکري پلوه اخوان المسلمين ته ورته دی .
ديادونې وړ ده ،چې داخوان المسلمين اوسنی او اتم مشر ډاکتر محمد بديع دخپل پېر دملګرو په پرتله سيد قطب ته ډير نږدې و مصري چارواکو په 1966 ز کې دجمال عبدالناصر له مړينې وروسته سيد قطب په دې تور محاکمه کړ ، چې ده غوښتل د زور له لارې نظام راچپه کړي په اخوان المسلمين کې دباخبره سرچينو له خولې د ډاکتر محمد بديع او سيدقطب ترمنځ اړيکې دومره ښې او کلکې وې ،چې محمد بديع دا لار ومونده ،چې دسيد قطب دمشهور کتاب ( معالم علی الطريق ) لاسکښلې ( مخطوط ) بيا له سره وګوري او بيا کتنه پرې وکړي د شنونکو له انده دسيد قطب همدې کتاب دزور زياتي او ټولنې دتکفير موضوع ته لار پرانېسته نن ورځ د نړۍ په هر ګوټ کې وسله والې ډلې له همدې کتابه الهام اخلي . اوس به داخوان المسلمين نوي مشر ډاکتر محمد بديع ژوند ليک ته تم شو ،چې اخوان المسلمين ته ېې دسيد قطب دليکنو له مخې لار موندلې ده .
محمد بديع
داخوان المسلمين اتم مرشد محمد بديع عبدالمجيد سامي په 1943 ز کې دمصر په ( المحلة الکبری ) کې نړۍ ته سترګې پرانېستې . پلار ېې دينداره و او له همده ېې لومړنۍ زده کړې تر لاسه کړې وروسته بيا په 1960 ز کې د اسيوط پوهنتون د ويترنرۍ پوهنځي ته شامل شو او په 1965 ز کې فارغ او په همدې پوهنځي کې بېرته استاد شو خو ددې ترڅنګ همدا کلونه و ،چې دمحمدبديع په ژوند کې ژور بدلون رامنځته کړ او د1959 ز کال ليدنه وه محمد بديع دسوريې داخوان المسلمين له يوه غړي ډاکتر محمد سليمان النجار سره وکتل او هغه هم په خپل وار له ده غوښتنه وکړه ،چې له اخوان المسلمين سره يو ځای شي ده هم د خپل ملګري داغوښتنه ځمکې ته ونه غورځوله او له ستونزو سره سره يې داخوان المسلمين غړيتوب تر لاسه کړ .
همدغه کال تقدير خپل کار وکړ او دازمينه ېې برابره کړه ،چې محمد بديع له سيدقطب سره له نږدې وګوري ، خو له دې هم مهمه اوله ګواښه ډکه ليدنه دغلواو دانو له سوداګر عبدالفتاح اسمعيل سره وه هغه ورته دا زمينه برابره کړه ،چې د ( حميدة قطب ، زينب الغزالي ) له لارې ورته دسيد قطب ليکنې ورورسيږي او ده به بيا په ډيره لېوالتيا سره لوستلې . څه موده وروسته واکمن نظام خبر شو ،چې محمد بديع له اخوان المسلمين سره يو ځای شو ې دی سمدلاسه ېې دنيولو امر وشو او زندان ته وليږدول شوخپله وايي : ( انسان نشي کولای ،چې هغه څه له ياده وباسي ، چې په زندان کې ورسره مخامخ شوی وي په ځانګړې توګه بيا نظامي زندان ) بديع وايي : ما دسيدقطب ددې خبرې مانا په زندان کې وپيژندله : دا قران په سختو شېبو کې نازل شوی دی ځکه خو يې په ارام چاپيريال کې پرې پوهيدنه ناشونې غوندې ده .
زده کړه او بديع
بديع 9 کاله په زندان کې تېر کړل کله ، چې په 1974 ز کې له زندان راخلاص شو سمدلاسه علمي او پوهنيز بهير ته ورګډ شو او په 1977 ز کې ېې له الزقازيق پوهنتون څخه په وترنرۍ کې دوکتوراه تر لاسه کړه او په همدې پوهنتون کې مرسيتال استاد شو او همدلته يې دالحاج محمد الشناوي له لور سره واده وکړ الشناوي له بديع سره د زندان ناخوالې يو ځای ګاللې وې او ددواړو دوسيه هم يوه وه الشناوي پيلوټ و او داخوان المسلمين دځانګړي ګوندغړی او دمصطفی مشهور نږدې ملګری و .
دشلمې پيړۍ له اويايمو کلونو نېولې تر اتيايمو هغو پورې په مصر کې اخوان المسلمين له سره رغيده دغه مهال بديع ديادونې وړ فعاليت نه درلود دا نو هغه مهال دی ،چې عمر التلمساني داخوان المسلمين درېيم مشر و او بديع ېې په اړه يوه ورځ هم يوه خبره نه ده کړه ، خو اخوان المسلمين ته نږدې سرچينې وايي : بديع او ملګري ېې دتلمساني له چلند او فکر څخه خوښ نه برېښيده او بله دا ،چې بديع مصطفی مشهور او الشناوي ته نږدې و او له تلمساني ليرې ېې له همدوی سره يو ځای کار کاوه او تلمساني بيا ددوی دواړو هم نه خوښيده ځکه ، چې تلمساني دهغه کميسون غړی ، چې داخوان المسلمين دځانګړې نظام غړي ېې محاکمه کړل او مصطفی ېې تورن کړ .
دعمرالتلمساني دمشرتوب پر مهال ( 1986-1082 ز) محمد بديع يمن ته وليږديده ځکه خو په مصر کې نه تر سترګو کېده نوموړي په يمن کې علمي فعاليت او هڅې کولې او يمنيانو هم په خپل وار دې دسترو عرب پوهانو په لړ ليک کې حساب کړ خو اخوان المسلمين بيا د100 عرب پوهان له ډلې وګڼه .
سويل ته ليږديدنه
بديع له الزقازيق نه ، چې دده دفعاليت ځای و په 1987 ز کې بني سويف ته وليږديده او په بني سويف پوهنتون کې استاد شو ، خو هيڅوک نه پوهيده ،چې دا ليږديدنه ولې ؟؟
ځينې وايي : بني سويف ته بديع ليږديدنه دمصطفی مشهور په سپارښتنه وه ځکه هلته دالحاج حسن جودة په نوم يو تن و ،چې ددوی له کنټرول وتی و مصطفی مشهور غوښتل ،چې په بني سويف کې دبديع له شتون دوه ګټې تر لاسه کړي .
يوه دبني سويف ددفتر اداري وضعيت ډير خراب او کاواکه دا به سم کړي او هلته به داسې يو تن وي ،چې له مصطفی مشهور سره نږدې اړيکې ولري او بل له بني سويف څخه داخوان المسلمين مکتب الارشاد ته داسې سړی له بني سويف څخه راشي ،چې دمصطفی مشهور له نږدې کسانو څخه وي ، خو دنوموړي دا هيله ونه رژيده ځکه ،چې دا ډول کړنه داخوان المسلمين له اصولو سره نه برابريده ،چې يو څوک دې دپراشوټ له لارې په بله سيمه کې کوز شي نه دې هلته بااغيزه کورنۍ پيژني او نه ددوی روږد .
يو ځل بيا زندان
نږدې وه ،چې بديع دزندان ناخوالې اوکړاونه له ياده وباسي ځکه دڅه وخت لپاره دمصر دحکومت له سترګو پناه و او ددې ترڅنګ داخوان المسلمين او حکومت ترمنځ اړيکې يو څه نرمې شوې وې ، خو مصري چارواکي دخپل عادت له مخې اړ و ،چې بديع ونيسي او دا ځل په دې تور ، چې حسن جودة يووخت د ( جميعة الدعوة الاسلامية ) په نوم يوه خيریه ټولنه جوړه کړې وه او بديع ېې اجرائيوي مشر تېر شوی و چارواکو بديع 75 ورځې زندان کې ساتلی و دا له 1965 ز راوروسته دبديع دويم ځل بندي کېدل و .
خودبديع له ګواښه ډک نېول په 1999 ز کې د ( وکيلانو دوسيه ) په پېښه کې وه دغه مهال نو نظامي محکمې دنوموړي په حق کې پريکړه وکړه ،چې 5 کاله دې بندي شي نوموړي 3 کاله په زندان کې تېر کړل او په 2003 ز کې راخلاص شو .
بديع اوعام فعاليت
له فکري اوسياسي پلوه بديع دخپل پېر له زامنو کوم جوت توپير نه لري ، خو ځينې بيا وايي ،چې نوموړی دخپل پېر دزامنو په پرتله يو څه سمونپال دی بديع دسياسي امسا د کارولو پلوي دی ددې ترڅنګ دبديع شخصيت دا وړتيا لري ،چې نوښت رامنځته کړي دهغو ليکنواو مقالو څخه معلوميږي ،چې بديع داسې سړی دی ،چې داسلامي دولت پر اصل باور لري ، نه دديني د ډيموکراسۍ په اړه وايي : که خلکو ناشرعي شی غوره کړ پلي کول ېې وړ نه دي او که داسې څه ېې غوره کړل ،چې له شريعت سره مخالف و بيا ېې تر سره کول شونی نه دي . بديع زياتوي : اخوان المسلمين به د ټاکنو پايلو ته ژمن وي که څه ګټونکې جمال مبارک وي ،خو په دې شرط ،چې ټاکنې رڼې او له نياوه ډکې وي که چيرې ددرغلۍ له مخې ولسمشر شو او دنورو مخه نيول شوې وه دا نو دشريعت او ډيموکراسۍ له مخې ناروا خبره ده .
بديع دانه مني ، چې اخوان المسلمين دې سياست پريږدي او يواځې دعوت ته ځان وزګار کړي ددې پايله به دا وي ،چې اخوان المسلمين کنګل او له منځه ولاړ شي بديع په دې باور دی ،چې ښځه ددې وړتيا نه لري ،چې مشره شي او دفقهې له مخې قبطي هم نشي کولی ، چې مشر شي . بديع له حکومت سره دمعاملې مخالف دی ، خو دپوهاوي لار نه بندوي . بديع وايي : ( دارزښت او اصول پر سر بايدله حکومت سره معامله ونشي بايد هر اړخ بايد خپل موخې اودهېواد ګټې خوندي کړي موږ له هغه حکومت سره خبرې نه کوو ،چې ديو ګوند استازيتوب کوي ، بلکې موږ داسې خبرې اترې غواړو ،چې دمصر دسياسي ډګر له ټولو اړخو رغيدلې اړخ وي او مصر دغه ډول خبرو ته اړتياهم لري ) .
دمحمد بديع پيژندپاڼه
نوم : محمد بديع عبدالمجيدسامي .
زوکړه : 1943/8/7 المحلة الکبری .
بري ليکونه : دالقاهرې پوهنتون څخه په 1965 ز کې د وترنرۍ بکالوريس . ددې ترڅنګ داسيوط دوترنرۍ پوهنځي مرستيال استاد .
په 1977 ز کې له الزقازيق پوهنتون څخه په وترنرۍ کې ماستري او دهمدې پوهنتون مرستيال استاد .
په 1979 ز کې دالزقازيق له پوهنتون څخه په وترنرۍ کې دوکتواره او په همدې پوهنتون کې دوترنرۍ دپوهنځي استاد . په 1987 ز کې دالقاهرې پوهنتون دبني سويف دڅانګې استاد ، په 1999 ز کې دبني سويف دوترنرۍ دپوهنځي دوه ځلې پرلپسې رئيس . په 1993 ز کې دبني سويف دوترنرۍ دپوهنځي د لوړو زده کړواو څيړنو دمرکز مشر .
پېښې :
لومړي نظامي دوسيه : په 1965 ز کې له سيدقطب او يو شمېر لوړ پوړو اخوانيانو سره پر 15 کاله بندمحکوم شو له 9 کاله بند تېرولو وروسته په 1974/4/4 ز کې راخلاص او په اسيوط کې استادشو له دې ځايه بيا الزقازيق پوهنتون ته ولاړ او له دې ځايه بيا يمن ته وليږديده .
نوموړي له سمية الشناوي دالحاج محمد علي الشناوي لور سره ګډ ژوند پيل کړ او د درې اولاد څښتن دی زامن ېې عمار ( دکمپيوټر کارپوه ) او بلال ډاکتر دی . لور ېې ضحی نوميږي .
دوکتور محمد بديع په 1993 ز تر اوسه داخوان المسلمين دمکتب الارشاد غړی و اوسمهال نوموړی دهمدې ګوند داتم مرشد په توګه وټاکل شو .