د مرګ لپاره وخت نشته!

روهي (پنخه نۍ/۱ د کب)، د مرګ لپاره وخت نشته يا No Time To Die د امريکا هاليووډ سېنما نوی فلم دی چې د روان ۲۰۲۰ زکال د اپريل مياشتې په درېيمه نېټه به نندارې ته وړاندې شي. 

دغه فلم جنګي دی او داستان يې د جاسوسۍ په کارونو او دندو څرخي. دغه فلم باندې ۲۵۰ مېلېونه امريکايي ډالر مصرف شوی دی. 

د مرګ لپاره وخت نشته يا No Time To Die فلم کې استخباراتي او د جاسوسۍ ماموريت تر سره کيږي او د جوړېدو چارې يې په ۲۰۱۶ کې پيل شوې وي.