ساينس پوهانو د کرونا ويروس لومړۍ 3D نقشه جوړه چې د ويروس په درملنه او واکسين کې به مرسته وکړي 

روهي (پنځه نۍ/۱ د کب)، امريکا متحدو ايالتو کې ساينس پوهان وايي چې چين کې د نوي خپور شوي کرونا ويروس 3D اټومي لومړنۍ نقشه يې جوړه کړې ده. 

ساينس پوهانو هيله ښوودلې ده چې د دغه 3D نقشې په مرسته به وکولی شي چې کرونا ويروس ته واکسين جوړ او همدا ډول د درملنې اسانۍ لارې يې پيدا کړي. 

د متحدو ايالتو د روغتيا ملي انسټېټيوټ او تګزاس پوهنتون د پروفيسرانو  په ګډو څېړونو کې دوی دغه نقشه کې د کرونا ويروس جينيټک کوډ مطالعه کړی او دا يې موندلې ده چې څنګه دغه ويروس د انسان د وجود کومې برخې ژر نيسي. 

کرونا ويروس له تېرو دوه مياشتو چين کې خپور شوی دی، خو تر اوسه يې د نړۍ ساينس پوهان او ورغتياپال په مهار نه دي توانېدلي.