ايران کې درې کسان تازه په کرونا ويروس اخته شول 

روهي (پنځه نۍ/۱ د کب)، له ايرانه راپورونه وايي چې له چين خپور شوي کونا ويروس  دغه هېواد کې درې کسان نېولې دي. کرونا ويروس له دې وړاندې ايران کې د دوه کسانو وژند اخېستی وو. 

دغه درې پېښې د ايران په قم ښار کې شوې دي. په ياد کې ښار کې ټول ښوونځي، پوهنتونونه، او ديني ځايونه د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې تړل شوي دي. 

ايران د چين له واهان ولايت خپل ۶۰ زده کوونکي را بهر کړي دي. د ايران روغتيا  وزارت هم منلې ده چې دغه هېواد کې د کرونا ويروس پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې دوه ستر عمره کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی دی. 

د تېرې ورځې راپورونو پر اساس چين کې د کرونا ويروس د مړينې پېښې ۲۰۰۴ او ټوله نړۍ کې يې د ککړو کسانو شمېر له ۷۰ زره پورته شو.