روهي (پنځه نۍ/۱ د کب)، ډاکټر عبدالله عبدالله د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر جوزف برول په پته يو ليک لېږلی شکايت، غوسه او ګيله يې کړې ده چې ولې يې ولسمشر غني ته د بريا مبارکي ورکړې ده.
ډاکټر عبدالله عبدالله په دغه ليک کې ليکلي دي، "په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې ستاسې له ادرسه د متقلب ټيم په پته د مبارکی پيغام استول شوی دی چې د افغانستان د خلکو د توقع وړتيا خلاف کار دی.
اروپايي ټولنې په تېرو ۱۹ کالونو کې د افغانستان سره مرستې کړې دي او په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې يې د دغه بهير ملاتړ کړی او دغه کار يې د تمې خلاف وو. "
عبدالله عبدالله د له اروپايي ټولنې غوښتي دي چې کابل کې د دوی دفتر بايد په دې اړه افغان ولس ته سپيناوی او وضاحت ورکړي.
وروستي