کرزی زلمي خليلزاد ته: د ټاکنو په اړه د نړيوالو بنسټونو (ضد او نقیض) څرګندنې د افغانانو په منځ کې د تفرقې هڅې دي 

روهي (پنځه نۍ/۱ د کب)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغان ورغې - جوړې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړي استازي او  کابل کې د متحدو ايالتو سفارت شارژدافیر  راس ویلسن سره وکتل. 

دغه ناسته چې تېر ماښام د حامد کرزي په دفتر کې  شوې د افغانستان پر روان سياسي وضعيت او په ځانګړې ډول تېرو ولسمشريزو ټاکنو او د سولې پر بهير خبرې شوې. 

حامد کرزي د تېرو ولسمشريزو ټاکنو او د پايلو اعلان په اړه يې اندېښنه ښوودلې. کرزي ويلي چې  د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو د اعلان په اړه د نړيوالو بنسټونو (ضد او نقیض) څرګندنې د افغانانو په منځ کې د تفرقې هڅې دي او د هېواد د کمزورۍ کولو په لټه کې دي. 

کرزي ويلي چې د افغانستان او امریکا متحدو ايالتو ترمنځ د ښو اړيکو يوازينۍ لار دا ده چې امريکا په افغانستان کې خپلې کړنې او نيت له شکونو پاک کړي او متقابل احترام ولري.