اسفندیار ولي خان: د غني بریا د جمهوریت او امن لپاره لوی زېری دی

روهي( پنځه نۍ/۱ د کب )، پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان د ۱۳۹۸ کال ټاکنو کې محمد اشرف غني ته د بریا مبارکۍ تر څنګ ویلي، د دویم ځل لپاره د اشرف غني بریا ددې خاورې، ولسواکۍ، جمهوریت او امن لپاره ستر زېری دی.

هغه افغانان ستایلي دي چې په سختو شرایطو کې لاړل او د خپلې خوښې نوماند ته یې رایه ورکړه.

نوموړي څرګنده کړې، چې افغانستان کې امن د ټولې سیمې په ګټه  دی.
له دې وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبرۍ له خوا هم ولسمشر محمد اشرف غني ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې ده.