بينظير بوټو

 د2007 زکال ډسمبر په 27 مه نېټه بېنظير بوټو په راولپنډۍ کې د يوه ترهګريز بريد په پايله کې ووژل شوه او دا داسې مهال و ، چې پارلماني ټاکنو ته ايله څو ورځې پاتې وې .
د بېنظير بوټو تر وژل کيدو اوس دوه کاله تير شوي ، خو د پاکستان امنيتي حالت اوس دومره خراب شوی ، چې کله ناکله يې تر افغانستان په خبرونو کې د چاودنې او مرګ ژوبلې پېښې زياتې وي . دا چې په سيمه کې څه لوبه روانه ده او د پردې تر شا کومې خبرې دي او ولې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت قوم دومره ځپل کيږي ، تر اوسه کره مالومات نشته . خو د افغانستان او په ځانګړې توګه د پښتنو په ځپل کيدو کې د پاکستاني چارواکي رول هم تل تر سترګو شوی . له همدې امله غواړو د بېنظير بوټو تر وژل کيدو دوه کاله وروسته بيا هم د هغې د تلين په مناسبت يو ځل بيا يې تاسو ته د اوونۍ د څېرې په توګه وړاندې کړو .
د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره بېنظير بوټو تر اتو کلو جلاوطنۍ وروسته د اکټوبر پر 18 نېټه د يوه خونړي ښه راغلاست په ترڅ کې بېرته پاکستان ته راستنه شوه . دا چې په دې خونړي ښه راغلاست کې د چا لاس و بېلا بېل حدسونه او ګومانونه وهل کيږي . د طالبانو مشر بيت الله مسود خو ځان بې غرضه وګاڼه ، آی اس آی يې پر القاعده او طالبانو ورواچوي ، زرداري يې پر آی اس آی وراچوي او په خپله بې نظيره يې د جنرال ضيأالحق د پلويانو کار ګڼي . دا چې په پېښه کې د هرچا لاس وي ، خو يوه خبره څرګنده ده چې پاکستان له هغې ورځې څخه چې اته کاله وړاندې بېنظيربوټو پرېښودی و ډېر توپير کړی دی . سياسي لوبې او سيمه ييز حالاتود يوه ژور بحران بڼه غوره کړې ده . په پاکستان کې سياسي واک هم له داسې يو چاسره دی ، چې په هېڅ صورت له بېنظيرې سره د فکر او سياسي سوابقو ورته والی نه لري ، بلکې تل يې د دوه غليمانو په څېر چلند کړی . خو بې نظير بوټو په هر صورت ملا تړلې چې يو ځل بيا د امريکې په ملاتړ د پاکستان سياسي ډګر ته ننوځي ، خو نه دلومړۍ واکمنې په توګه ، بلکې د خپل پخواني غليم د مرستيالې په توګه . يقيناًٍ چې بې نظيره به په دې فکر کې وي ، چې يو ځل پاکستان ته راشي ورو ورو به خپل غليمان له سياسي ډګر څخه وباسي ، خو دا چې دا به په خپلو پلانونو کې څومره بريالۍ وي دې ټکي ته به راتلونکی ځواب ووايي ، خو لومړی به راشو د بې نظير بوټو د ژوند او اند سياسي پس منظر ته :
بينظير بوټو د سياست نړۍ ته په دې موخه ورننوته ، چې د پلار له حيثيته دفاع وکړي . پلار يې د ضياء الحق له اوښتون څخه دوه کاله وروسته په دار وځړول شو . په شلمه پيړۍ کې بينظير ديوه اسلامي هېواد تر ټولو کشره / کم عمره لومړۍ وزيره وه . هغه د سياست ډګر ته تش لاس نه ده راننوتې ، بينظير بوټو ( 56کلنه ) د کراچۍ په يوې شتمنې سياسي کورنۍ کې زيږيدلې ده . پلار يې په تيره پيړۍ کې دپاکستان لومړی وزير و . هغه د خپل پلار ذوالفقار علي بوټو او د لويدیزوالو د ژوند له طرزالعمل څخه اغیزمنه وه . نوموړې دخپل عمر ډير کلونه په لويدیځ کې تير کړي . هغې د خپل ژوند پټې او ښکاره خبرې په خپل هغه کتاب کې يادې کړي ، چې په 1989 ز کې خپورشو .
زوکړه او پيدايښت : بينظيربوټو په 1953 ز په کراچۍ کې په يوې سياسي کورنۍ کې زيږيدلې .
زده کړه : بينظير بوټو د هارفارډ او اکسفورډ پوهنتونو کې يې سياست او اقتصاد لوستی .
ټولنیز ژوند : بينظيربوټو د خپل واده په اړه په خپل کتاب ( د ختیځ لور / د بينظير يادښتونه ) کې د خپل واده په اړه ځای ځای يو شميرڅرګندونې کړي يو څو په زړه پورې به يې راواخلو :
« په 1980 ز کې مور مې زما د واده خبره زمزه کوله خو ما په کلکه د مور له خبرې سره مخالفت وکړ ، ځکه ما پریکړه کړې وه ، چې يو کال به نور د پلار په وير تيروم .
بينظيربوټو په 1987 ز کې له مشهور سوداګر اصف زرداريواده کړی . اصف زرداري له اصله ايرانی بلوچ دی او کورنۍ يې څوکاله کيږي ، چې له ايران څخه اوسني پاکستان ته ليږديدلې ، دی دلندن له پوهنتون څخه په اقتصاد کې سند لري ، له سپورت سره مينه لري ، پلار يې محمد علي د پاکستان د ملي پارلمان غړی و . بينظيربوټو دخپل واده په اړه دا اعلامیه خپره کړه :
« مذهب او کورنۍ مې راته حکم کوي ، چې واده وکړم، زه په ډيرې خوشالۍ د پاکستان خلکو غوږو ته داخبره رسوم ، چې د واده وړانديز مې دمور نصرت بيګم له خوا و. دغه واده به هیڅ کله د هغو ژمنو مخه ونه نیسي ، چې ما له خلکو سره کړي .... » د بينظير بوټو په واده کې ددې ملګرو ،چې له پاکستان بهر اوسيدل د ګډون لپاره پاکستان ته راغلي وو ، لکه له لندن څخه ياسمين ،له انګلستان څخه کونی زایفرت ، ډيویډ موس کينور، کایت ګرېګوري ، ویکتوريا په اکسفورد پوهنتون کې د بينظير ټولګيوال ، ان کېدیمن ،ولداکو ، کوردیسکی په هارفورډ پوهنتون کې دده دلیلي ملګري له امریکا څخه دغه واده ته رابلل شوي وو .
بينظير درې بچيان لري يو يې زوی او دوه يې لورګانې دي ، درې واړه په زده کړو بوخت دي.
آصف زرداري دآزادې قریحې څښتن دی . لومړی کس دی ، چې په اسلامي نړۍ کې له لومړۍ وزيرې سره واده کوي . کله ، چې آصف زرداري خبرې کوي ، بينظيره چې دوه ځلې ( 1988 – 1989 او 1993 – 1996) پورې لومړۍ وزيره وه . په ډير وياړ ورته غوږ باسي .زرداري هم نيت لري ، چې له پېنظير سره هېواد ته راستون شي او د 2007 ز په ټولټاکنو کېله دې سره ونډه واخلي .کله ، چې د ځينو ځانګړو موضوعاتو په اړه خبرې راڅرخي بينظيره د آصف خولې ته ګوري . ددوی ترمنځ يو بل مشترک ټکی دآصف زرداري 11 کاله بند او ددې په تبعيد کې 11 کاله ژوند تيرول دي .
سياسي ژوند :
بينظير بوټو د لومړي ځل لپاره په 1977 ز کې د جنرال ضياءالحق له اوښتون څخه مخکې راوګرځيده . دغه مهال جنرال ضياء د دې پلار ذوالفقار علي بوټو ونيوه او په 1979 ز کې يې په دار وځړاوه . بينظيره په کور کې نظربنده شوه ډيره موده وروسته پردې وتوانيده ، چې له هېواده بهر ولاړه شي . درې مياشتې وروسته ، چې کله جنرال ضياء د الوتکې په يوه پيښه کې په مرموزه توګه ووژل شول دا بېرته راستنه شوه . د ضياء مړينې بينظيرې ته دا زمينه په لاس ورکړه ، چې د بيرته راستنيدو په سوچ کې شي . هغې لس کاله په تبعيد کې تير کړي و . د پاکستان په سياسي ډګر کې دضياء د مړينې له کبله درې مياشتې وروسته هېواد ته راستنه شوه او د پاکستان د خلکو ګوند واګې يې په لاس کې ونيوې ، چې په 1967 ز کې يې پلار بنسټ ايښي و .
کشره لومړۍ وزيره :
په 1988 ز کې د بينظيربوټو ائتلاف پردې وتوانيده ، چې په پارلماني ټولټاکنو کې يو څه څوکۍ تر لاسه کړي ، همدغې پیکه بريالیتوب دا زمينه په لاس ورکړه ، چې دصدارت څوکۍ راخپله کړي . هغه مهال يې عمر ایله 35 کاله و او د يو اسلامي هېواد لومړۍ او کشره لومړۍ وزيره شوه . دبينظيرې حکومت له يو لړ ستونزو سره مخ شو . تر ټولو سخت يې هغه اقتصادي ستونزې وې ، چې نوموړې ورسره وړ او کارنده چلند ونه شو کولای ، د سياسي مخالفينو خولې د همدې لور ته راواوښتې ، ان تردې ، چې پر بينظير او د دې پر ميړه اصف زرداري د درغلۍ او له واک څخه دناوړه استفادې تورونه ولګيدل . کله ، چې هېواد له سياسي انارشۍ سره مخ شو ، د سياسي ژوندون خوند ورسره ډير پیکه شو . دغه ډول بدلون ولسمشر غلام اسحق خان دې ته اړ ویست ، چې د 1990 ز په اګسټ کې دبينظير حکومت ړنګ کړي . اصف زرداري دغه مهال دبينظير په کابينه کې دبهرنيو پانګو وزير و . د مخکينو درغليو او بډو اخیستنې په تور حکومت نوموړی ونيوه اود دريو کلو ( 1990-1993 ز پر بند يې محکوم کړ .
د واک تر لاسه کول او تبعيد :
د 1993 ز د اکتوبر په عمومي ټولټاکنو کې بينظير بوټو پردې وتوانيده ، چې تر دريو کاله وروسته دصدارت څوکۍ بېرته تر لاسه کړي ، خو بخت ورسره ياري ونه کړه او حکومت يې دوام ونه موند . دا ځل دده خپل ملګري او ملاتړي فاروق لغاري په 1996 ز کې د دوهم ځل لپاره د بېنظير د حکومت د ړنګولو پریکړه وکړه . د تير په څير يې پر خاوند د درغلۍ ، بډو نوي تورونه ولګيدل ان تردې ، چې اصف زرداري د پاکستان په اقتصادي کړيو کې د ( ښاغلي 10٪ ) پرنوم مشهور شو . دا له هغه سوداګريزو تړونونو څخه کنایه ده ، چې حکومت به لاسلیک کول او ده به ورځينې لسمه برخه د ځان لپاره راګرځوله . بينظير بوټو له 1996 ز څخه رادیخوا له هېواده بهر په برتانیه او متحده عربي اماراتو کې اوسيږي او هغو شېبو ته يې دوه سترګې څلور شوې ، چې کله به هېواد ته راستنيږي او دخپل پخواني فعالیت يو څه برخه به بيرته پیلوي .
بينظير بوټو د پاکستان اقتصادي او سياسي ستونزې د افغانستان له کړکیچ سره تړي نوموړې په دې باور ده ، چې پاکستان يو له هغو هېوادو څخه دی ، چې له دغه وضعیت څخه ډير زيانمن دی . کله ، چې په 1979 ز کې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان بريد وکړ دا ددې لامل شوه ، چې په پاکستان کې نظامي دیکتاتوري پياوړې شي او پاکستانيان څو لسيزې له منتخب او مشروع حکومت څخه بې برخې شي . همدا دیکتاتوري وه ، چې ديني مدرسې د ترهګرو پر ځالو بدلې شوې په هېواد کې مذهبي تاوتریخوالی ، کور دننه او بهر تعصب خپلې ريښې وغزولې . بينظيره وايې پاکستان او اسلامي نړۍ ته په کار ده ، چې خپل پخوانی تاریخي او متمدنه رول راخپل کړي ، چې په سیمه کې تلپاتې سوله رامنځ ته شي . درې شيان سوله ، ازادي او د بشر حقوق له موږ سره مرسته کولای شي . که چيرې سیمه ثابت ارزښتونه راخپل کړي ترهګرې به له دې ځایه ګډه وکړي خو دولتي هغه بياهم وي .
د لوستونکو د معلوماتو لپاره په پاکستان کې د ديني مدرسو ستونزه دجنرال ايوب خان له مهاله يوه توده او ستونزمنه موضوع وه . په خپله د بينظير پلار ذوالفقارعلي بوټو( 1971- 1973 ) کې دمدرسو د راجستر کولو هڅه وکړه خو ناکام شو . کله ، چې واک ضياء الحق ( 1977- 1987) تر لاسه کړ د مدرسو شمير يولس زرو ته ورسيد ، ځمکه يې ورکړه دولت ورسره منظمې مالي مرستې کولې . سیمه ټوله د پاکستان د ناکره سياستونو او ناسپیڅلوموخو له امله سره تبۍ شوې ده
د بينظير بوټو په ژوند کې دوه جنرالان ډير مهم دي ، لومړی جنرال ضياء او بل جنرال پرويز مشرف . جنرال ضياء د بوټو له کورنۍ سره په دښمنۍ واوښت ، ځکه ، چې د بينظيربوټو پلار ذوالفقارعلي بوټو يې لومړی له واکه لری کړ او وروسته يې بيا په دار وځړاوه . بينظير بوټو يې په کور کې نظر بنده کړه .او جنرال مشرف خو بيا دا په خپله دد پاکستان له سياسي ډګر څخه ايستلې وه . زه د بۍېنظيرې ژوند ليک له هغې ټوکې سره پای ته رسوم ، چې جنرال ضياء له بينظير بوټو سره کړې وه :
په 1988 / می / 29 کې جنرال پارلمان ړنګ کړ او لومړی وزير جونيجو يې په کور کښيناوه . بې نظيره وايي : « دوستانو مې راته خبر راکړ ، چې جنرال به د ټولټاکنو نیټه نن اوه او پنځلس دقیقې اعلانوي ، زړه ته مې نه لويده ، چې جنرال به په خپله ژمنه ټينګ ودريږي او پردې هم نه پوهيدم ، چې جنرال ولې دغه نیټه اعلان کړه .
وروسته پوهه شوم چې څه موده وړاندې په کراچۍ کې خبري رسنيو زما د حمل خبرورکړ او ماهم تائيدکړ او خپل ملګري مې هم خبر کړل ، که څه هم ما او آصف نه غوښتل ، چې دومره زر دې د بچي څښتنان شو خو وروسته مې په نه زړه ددغه حمل هرکلی وکړ . دوستانو په ځانګړې توګه سم اټکل کاوه ، چې جنرال ځکه دغه مهال د ټولټاکنو لپاره غوره کړی ، چې زه به د حمل له امله په ټولټاکنو کې ونډه وانه خلم . ما نه شو کولای دغه ډول يو اټکل ومنم .» بې نظير بوټو هم په ټاکنو کې د برخه اخېستو په موخه د جراحي عملياتو په مرسته تر وخت د مخه بچی دنيا ته راوړ . کله چې د جنرال داچال ونه چلېده نو يې د ټاکنو نېټه بېرته وځنډوله .