سعودي عربستان په ۴۷ هیوادونو کې ۴ ملیارد ډالر مرسته کوي

روهي( پنځه نۍ/۱ د کب )، د بشري مرستو لپاره د پاچا سلمان مرکز وايي چې د ۲۰۲۰ کال تر جنوري پورې ۴۷ هیوادونو ته له ۴ ملیارد ډالرو ډیر مرسته شوې ده. ډیری مرستې په یمن کې ورکړل شوي، چیرې چې مرکز تر دې دمه د دوه ملیارد ریال ارزښت پروژې، مرستې رسولو تجهیزات، درملنې او اړو خلکو ته نورې اسانتیاوې چمتو کړي.
 

فلسطین دوهم درېم سوریه او څلورم سومالیا هېواد دی چې سعودي عربستان ورسره په زیاته اندازه کومک کړی دی.
 

 د دې پروژو ټول لګښت ۲۰۸ ملیون ډالر دی. مرکز وویل دوهم روغتیایی پلانونه شتون لري.