مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره د چین سفارت د همکاریو ژمنې

روهي( پنځه نۍ/۱ د کب )، چهارشنبه د روان ۱۳۹۸ کال د سلواغې میاشتې دېرشمه نېټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر (وانګ یو) سره وکتل.

په دغه ناسته کې دواړو لوریو پر بېلابېلو موضوعاتو لکه، د واخان بندر دهلېز، بنډویټ، نوري فایبر، برېښنايي سوداګرۍ یا (e-Trade)، e-commerce، مخابراتي وسایلو، د دولتي مخابراتي شرکتونو پر کیفیت لوړونې او افغانستان کې د چین هیواد پر فعالو کمپنیو خبرې وکړې.

د وانګ یو په وینا، په افغانستان کې باید د چین هیواد ISP یا د انټرنیټي خدمتونو وړاندې کونکې شرکتونه پانګونه وکړي، ځکه په وینا یې دلته د مخابراتو وزارت له خوا ورته ښې زمینې برابرې شوې، چې باید ترې ګټه واخلي.

په دغه ناسته کې  هاشمي د چین له سفیر څخه د مننې تر څنګ وویل: «مونږ په مخابراتي برخه کې په مناسبه بیه د چین هیواد له لوړ کیفیت لرونکو معتبرو انټرنیټي شرکتونو څخه هر ډول ملاتړ ته چمتو یو.

د ناستې په پای کې په افغانستان کې د چین هیواد سفیر، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له مشرتابه سره په مخابراتي برخه کې د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه.