د جرمني فرانکفورت کې وسله  وال په ډزو نهه کسان ووژل 

روهي (پنځه نۍ/۱ د کب)،  د جرمني په فرانکفورت کې يو وسله وال کس تېره شپه د دوه چلم خونو دننه نهه کسان په ډزو وژلي او يو شمېر نور ټپيان دي. پوليسو د بریدګر او يو بل کس جسد له پېښې څو ساعته وروسته په يو اپارتمان کې موندلي دي. 

لومړۍ پېښه تېره شپه لس بجې او ورپسې دويمه يو څو شيبې وروسته په يو بله چلم خونه کې شوې ده. پوليس وايي چې پلټنې يې پيل کړې دي ترڅو د پېښې لامل پيدا کړي. 

له پېښې وروسته بريدګر د موټر په وسيله تښتېدلی چې وروسته يې جسد په خپل کور يا آپارتمان کې  موندل شوی دی.