د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي ولسمشر غني ته مبارکي ويلي 

د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي ولسمشر غني ته مبارکي ويلي 
روهي (پنځه نۍ/۱ د کب)، د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د افغانستان اسلامي ګوند يا حزب اسلامي افغانستان،  ولسمشر محمد اشرف غني ته د ۱۳۹۸ل کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د بريا مبارکي ويلې ده. 

روهي ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي دي، چې د بيا ځل لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني بريا  دولت جوړونکي ټيم او د نوموړي مرستيالانو ته وړاندې کوم. 

له دې وړاندې د کويت امير، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښو غړو او د اروپا ټولنې د بهرينو اړ يکو استازي ولسمشر غني ته د مبارکۍ پيغامونه رالېږلې وو.