
روهي (پنځه نۍ/۱ د کب)، د کويت هېواد امير شيخ صباح احمد جابر صباح افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د ۱۳۹۸ل ولسمشريزو ټاکنو د بريا په پار د مبارکي پيغام رالېږلی دی.
نوموړي د افغانستان او کويت ترمنځ په ښو اړيکو ټېنګار کړی او ولسمشر محمد اشرف غني ته يې مبارکي ويلې ده.
له دې وړاندې د اروپايي ټولنې د بهرنيو سياست استازي جوزيف بورېل په يوې ټيلفوني اړيکې کې ولسمشر غني ته مبارکي او د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.