اروپايي ټولنې ولسمشر غني ته د بريا تبريکي ورکړې 

روهي (پنځه نۍ/۱ د کب)، د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مسوول جوسپ بورل په يوې ټيلفوني اړيکې کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته د ۱۳۹۸ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د بريا مبارکي ويلې ده. 

اروپايي ټولنې په يوې نشر شوې اعلاميې کې ويلي دي چې اروپايي ټولنې د مبارکۍ ترڅنګ د ولسمشر غني د هغه ژمنې هر کلی کړی دی چې حکومت به يې ټول - ګډونه وي او د سولې خبرو ته به په کې لومړيتوب ورکړل شي. 

د يادونې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو  د معاونت ځانګړي دفتر هم په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې د ولسمشر غني په مشرۍ له نوې ادارې سره به همکاري وکړي.