عبدالله اوجلان

 که ووايم ، چې کردان هم دپښتنو په څير په شلمه او يويشتمه پيړۍ کې دنړيوالو دسيسو او دګاونډيو دشومو نيتونو بلهاريان ( قربانيان ) دي نو کومه زياته خبره به مې نه وي کړې . کردان دايران ، سوريې ، عراق او ترکيې ترمنځ ويشل شوې دي . ځانته جلا ټاټوبی نه لري دوی تل هڅه کړې ده ،چې خپل هېواد او حکومت ولري او په دې برخه کې يې مشرانو ډيرې ناخوالې ګاللې دي دکردانو دوسله وال خوځښت يوه ځانګړنه دا هم ده ،چې په زرګونو پيغلې هم له خپلو زلمو سره يو ځای دخپل برخليک په موخه لګيا دي او دې موخې ته واټن لنډوي . د کردانو دمبارزې په برخه کې عبدالله اوجلان دکردي تاريخ هغه څيره ده ، چې کردان به ېې تر ډيره يادوي کله ، چې عبدالله اوجلان د1999 ز د فبرورۍ پر 15 مه نېټه په کينيا کې د اسراييلو په مرسته ترکانو ونيوه او د مرمرة سمندرګي امرالي جزيرې ته وليږدول شو او هلته داسې ېوې خونې ته وروغورځول شو ، چې له ده پرته په کې بل څوک نه و ، دغه مهال اوجلان په لوړ غږ وويل : زه ددې لپاره زيږيدلې يم ،چې دکردانو حق ورته ترلاسه کړم او داسې زندانونه زما هوډ نشي ټکنی کولای .
داروپايي ټولنې دبشر حقوقو کميسون پر ترکيه فشار راوړ ،چې اوجلان نور له انفرادي بند څخه راوباسي او بل زندان ته يې وليږدوی اوس ترکيې اوجلان ته اجازه ورکړې ده ،چې داونۍ 10 ساعته له نورو بنديانو سره کتلای شي ، خو ورور يې محمد اوجلان بيا وايي : دغه اوسنی زندان له پخواني بدتردی محمد اوجلان ، چې تازه ايمرالي زندان څخه راستون شوی و خبريالانو ته وويل : هغه پخوانی زندان 13 متر مربع و خو اوسنی خونه ايله 6 متره ده داوجلان ورور زياتوي له دې څخه دترکانو موخه داده ،چې زما پر ورور فشار زيات شي او نور هم ګوښه شي راځئ دا ځل د عبدالله اوجلان له ژوند او اند سره اشنا شو .
پيداېښت او ژوند
عبدالله اوجلان د1948 ز داپريل پر 4 مه نېټه دسوريې پولې ته څيرمه دترکيې په سويل ختيځ کې د(( عمرلي )) په سيمه کې نړۍ ته سترګې پرانېستې . نوموړی دخپلې بيوزله کورنۍ اووم ماشوم و او اړ و ، چې د پنبې ( مالوچو) په کروندو کې څو پرلپسې کاله کار وکړي وروسته بيا د 1960 ز څخه تر 1970 ز پورې په ( ديار بکر ) کې دځمکو دثبت په څانګه کې کار وکړي همدارنګه نوموړي په راوروسته کال کې همدغه دنده داستانبول په ( بکيرکوي ) کې هم تر سره کړه .
اوجلان داستانبول پوهنتون دحقوقو پوهنځي ته لار ومونده ، خو ژر ورځينې دانقرې دسياسي علومو پوهنځي ته ولاړ نوموړې د1973 ز داپريل پر 7 مه نېټه په دې تور ونيول شو ،چې په يوې داسې غونډه کې يې ونډه اخستې وه ، چې حکومت هغه وار له مخې ناقانونه اعلان کړې وه او 7 مياشتې يې د( ماماک ) زندان توروتمبو ته تېرې کړې .
کله ،چې له زندانه راخلاص شو له باکي کراير ، کمال بير سره يو ځای استوګن شو او دکردستان دکارګر ګوند جوړونې ته يې مټې رابډ وهلې اوجلان د1978 ز د می پر 24 مه نېټه دعلي يلدرين له لور ( قيصرة ) سره واده وکړ ، خو پايله يې طلاق وه .

سياسي ژوند
اوجلان په 1978 ز کې دکردستان کارګر ګوندPKK رامنځته کړ ( دکردستان کارګر ګوند PKK په کردي ژبه يې Partiya Karkeren Kurdistan بولي داچپي سياسي وسله وال کردي ګوند دی ملي ، مارکسستي تمايلات لري موخه يې دکردستان خپلواک هېواد رامنځته کېدل دی ، دشلمې پيړۍ په اويايمو کلونو کې رامنځته شو او دعبدالله اوجلان په مشرۍ يې پر وسله سمبال شو دترکيې سويل ختيځ يې د اتيايمو او اويايموکلونو ترمنځ دجګړې سيمه ګرځولې وه . )
او له هماغه پيله تراوسه ددغه ګوند مشر دی . اوجلان په 1980 ز کې ترکيه پرېښوده او دمشق ته ولاړ له دمشق او دلبنان دسهل البقاع له سيمې يې ، چې هغه مهال د دمشق تر کنترول لاندې و دخپل ګوند چارې تر سره کولې اوجلان دخپلو پلويانو لپاره په سهل البقاع کې روزنيز کمپونه پرانېستې و ، خو دترکيې دفشار په پايله کې وتړل شول . PKK په 1984 ز کې په ترکيې ، عراق او ايران کې نظامي هڅې پيل کړې ځکه دوی هڅه کوله ،چې د کردانو لپاره ملي ټاټوبې رامنځته کړي دامريکا ، اروپايي ټولنې ، ترکيې ، استراليا ، ايران او سوريې سربېره يو شمېر نور هېوادونه او سازمانونه شته ، چې PKK ته دترهګر ګوند په سترګه ګوري .
اوجلان تر 1998 ز پورې په سوريه کې مېشت و ، خو دسوريې او ترکيې ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې او دمشق پردې تورن شو ،چې په څرګنده له PKK سره مرسته کوي هماغه و ،چې سوريه اړ شوه ، چې اوجلان له خپلې خاورې وباسي ، خو ترکيې ته يې تسليم نه کړ . اوجلان روسيې ته مخه کړه او له هغه ځايه بيا ايټاليې او يونان ته ولاړ په 1998 ز کې ، چې نوموړی په ايټاليا کې و ترکانو يې دورسپارلو غوښتنه وکړه د اوجلان دژوند په هره ګړۍ کې ورسره دده المانۍ وکيلې بريټا بوهلر مرسته کوله او مناسبې سپارښتنې به ېې ورته کولې . اوجلان په اروپا کې د سياسي پناه د ترلاسه کولو هڅه وکړه خو بخت يې ورسره ياري ونکړه هماغه و، چې د1999 ز دفبرورۍ پر 15 مه نېټه دامريكا دڅارګرو او دترکيې دڅارګرو (MTT ) په مرسته په کينيا کې ونيول شو او دمحاکمې لپاره يې دالوتکې پر وسيله ترکيې ته وليږدوه او دمرمرة په سمندرګي کې د امرالي جزيرې په يوه زندان کې په يوه داسې کوټه کې واچول شو، چې بل هيڅوک ورسره نه و او داعدام حکم پرې شوی و کله ،چې ترکيې د 2002 ز په اګسټ کې داعدام حکم لغوه اعلان کړ او اوجلان پر عمري بند محکوم شو . کردان داوجلان دنيولو په برخه کې پر اسراييلو تور لګوي ، چې له ترکيې سره دده په نيونه کې مرسته کړې ده ځکه خو يې پلويانو په ترکيه او يو شمير اروپايي هېوادونو کې داسراييلودسفارت مخ ته لاريونونه وکړل .
اوجلان دخپل وکيل ابراهيم بيلمز له لارې د2006 ز په سپټمبر کې له ترکيې سره دسولې نوښت رامنځته کړ او له خپلو پلويانو يې وغوښتل ، چې دځان له دفاع پرته نور دوسلې دکارونې رښته ( حق ) نه لري او د ترکيې له حکومت او ولس سره يې دروغې جوړې پر اصل ټينګار کاوه .

دګوند فعاليتونه
په منځني ختيځ کې دکردانو ،عربانو ، ترکانو او پاړسيوانانو سره دپياوړو دوه اړخيزو اړيکو رامنځته کول .
دامپريالستي ځواکونو له لاسوهنې پرته د ستونزو حل .
په ګرده نړۍ کې دخپلو کدرونو خپرول .
د حکومت له واک خالي داسې ټولنه رامنځته کول ، چې چاپيريال يې ډيموکرات وي او هر سړی دخپلې خوښې څښتن وي .
دمنځني ختيځ دملتونو لپاره هوسا ژوند او با ثباته اقتصاد .
په منځني ختيځ کې داسې يو سياست ، خپلواکي ، پوځ ، اقتصاد رغول ،چې دسيمې ګټې خوندي کړي .
عبدالله اوجلان دکردي ولس له منځني پاړکي سره تړاو لري او دا ورته يو څه ستونزمنه وه ،چې دکردي سياسي مشرتابه دوديز نظام ، چې تر ډيره د دين او ميراث پر بنسټ ولاړ دی له منځه يوسي ځکه دغه ډول مشرتابه څو پيړۍ پر کردانو خپله خبره منلې ده نو دغه ډول نوې مشرتابه ته به ډيره سخته وه ، چې په ترکيي کردستان کې دبري تر پړاوه ورسيږي ، خو عبدالله اوجلان يو څه فکري پرګماتيزم درلود ځکه خو وتوانيده ،چې يوه ښه چاپيريال راوپنځوي داسې چاپيريال ، چې دنن ورځ په تول پوره وي او يو څه نوښت ولري .
په شمالي کردستان کې وضعيت داسې و، چې دهيچا ورته په زړه کې رخه نه راپورته کيده کردي پاڅون پوره نيمه پيړۍ له ماتې سره مخ و او داسې انګيرل کېده ،چې نور نو دپاڅون او بحران کنترول زموږ له لاسه وتی دی يوازې هغه څه ، چې ګټور دي هغه ښه سوچ دی له دې سره تقدير هيڅ تړاو نه لري همدغه پرګماتي فکر دکردستان په شمال کې دکردانو برخليک ته يو څه لار ورکړه او دکړکيچ منځته يې ورټيل وهل . د اوجلان دپرګماتيزم يو څو بېلګې په دې توګه دي :
اوجلان وتوانيده ،چې دخپل پرګماتيک فکر له برکته د کردستان کارګر ګوند کدرونه د ترکانو له ترور وژغوري هماغه و ،چې دا پريکړه يې وکړه او خپل پلويان يې دشلمې پيړۍ په اتيايمه لسيزه کې له شمالي کردستان او ترکيې څخه سوريې او لبنان ته وليږدول .
عبدالله اوجلان په منځني ختيځ کې له خپلې ملګرتيا څخه ډيره ګټه پورته کړه ان تردې ،چې په لبنان کې يې د ( معصوم قورقماز حربي پوهنځی ) رامنځته کړ او خپل ټول پام يې دپلويانو روزنې ته واړوه او دلبنان په کورنيو شخړو کې ښکيل نشو او له همدې ځايه دکردستان شمال ته راوخوځيدل .
کله ، چې عبدالله اوجلان په 1984 ز کې وسله واله مبارزه اعلان کړه دا پر ځای او پرګماتي پريکړه ځکه کردان دمرمۍ اواز ته راغونډيږي او دسياست هغه ته نه .
کله ، چې اوجلان دخپلواک کردستان شعار پورته کړ د شنونکو له انده دا دکردستان له پرګماتيزم سره اړخ لګوي که نړيوالو او سيمه ييزو حالاتو ، دلويديځ او ختيځ ترمنځ کړکيچ ، سړه جګړه او بله دا ،چې حقيقت تل بدلون مومي او واقعي فکر سړی ته لار روښانوي ،چې څرنګه ملي ګټو ته ورسيږي پردې سربېره دپخواني شوروي اتحاد له ړنګيدو وروسته نړيوال او سيمه ييز وضعيت يو څه بدل شوی دی نو د اوجلان له انده دملي ګټو ستراتيژۍ هم د بدلون غوښتنه کوي دهمدې بدلون په پايله کې اوجلان خپله ستراتيژي داسې اعلان کړه ، چې دکردستان هره برخه ځانته جلا ځانګړنه لري نو هر جاته بويه ،چې دوسله وال پاڅون او سياسي مبارزې لپاره بڼه او لار غوره کړي دا واقعي پريکړه وه او داوجلان سياسي زيرکيتا په ګوته کوي .
کله ، چې عبدالله اوجلان پريکړه وکړه ،چې د1999 ز په پای کې پر سوريې دترکيې دفشار له کبله دمشق پريږدي دغه مهال اوجلان کولای شول ،چې دکردستان شمال ته ولاړ شي ، خو ده اټکل غوره وباله او اروپا ته يې سر ووت نوموړي وکولای شول ،چې دکردستان موضوع دنړيوالو غوږو ته په خپله ژبه ورسوي دا په خپله يو پرګماتيک ګام و او دکردانو موضوع يې دنړيوالې ټولنې پر ميز کېښوده سره له دې ،چې داوجلان دغه ډول يوې پريکړې تراژيدي پايله درلوده او دنړيوالې دسيسې په ترڅ کې دايمرالي زندان ميلمه شو ، خو اوس ګرده نړۍ عبدالله اوجلان ته د زعيم او مشر په سترګه ګوري دده پلويان اوجلان ديونان له صولون سره پرتله کوي ،چې دخپل ولس او هېواد لپاره يې خپل ځان بلهاري کړ .
په ترکيه کې هيڅوک په کردي ژبه خبرې نشي کولای او نه په خپلو زامنو کردي نومونه کېښودلی شي دا وضعيت د2009 ز د سپټمبر تر 11 مې نېټې همداسې روان و، چې درجب طيب اردوګان حکومت دا بنديز ليری کړ اوس کردان په ترکيه کې په خپله ژبه خبرې کولای شي او دلومړي ځل لپاره په رسمي پوهنتون کې دکردي ژبې تدريس پيل شو .