د روسی سرتیري د ۱۶ ټانکونو څخه د 'زړه' په جوړولو سره خپلې محبوبې ته د واده پېغام وړاندې کړ

روهي( پنځه نۍ/۱ د کب )، یو روسي عسکر په ځانګړې توګه خپلې ملګرې ته پیغام رسولی دی: هغه د روسیې د اردو ۱۶ ټانکونه د واده وړاندیز لپاره راوړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت تلویزیوني چینل څو ورځې دمخه په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو شریکه کړه چې پکې ۱۶  T72B-3 ټانکونه ښودل شوي چې په لږه واوره کې زړه شکل جوړوي. پداسې حال کې چې یو سرتیري خپله انجلۍ ته د دې ټانکونو ترمینځ د واده پیغام ورکوي.
 

پیښه د روسیې د اردو د ډګروال ډینس کازانتوف چې له ډیرې مودې راهیسې د الیګزانډرا کوپیتووا سره تړاو لري. هغه پریکړه وکړه چې سږکال یې د ویلینټاین په ورځ خپله انجلۍ ته د واده بې ساري پیغام ورکړي، د دې لپاره یې د لوړ پوړو چارواکو لخوا ځانګړي اجازه هم ترلاسه کړې، کوم چې په اسانۍ سره ورکړل شوی.
 
په هرصورت، د روسیې اردو پریکړه وکړه چې د ټولې صحنې فلم کړي، کوم چې ډینس پکې کوم اعتراض نه درلود.
 
 
ډینس له الیګزانډرا څخه وغوښتل چې واده ته وړاندیز وکړي او هغه یې په خپلو سترګو وتړله. په ورته وخت کې ۱۶ ټانکونو د زړه راښکونکي جوړښت پیل کړی چې په راتلونکو څو دقیقو کې بشپړ شوی. ډینس بیا د خپل محبوب لاس واخیست او هغه یې د ټانکونو ترمینځ خالي ځای ته ورساوه او له هغه یې وغوښتل چې سترګې یې خلاصې کړي.
 

بیا دوی الیګزانډرا ته یو ګلدستۍ ورکړه او هغې ته یې د مینې اظهار وکړ او ویې ویل: "موږ د یو څه وخت لپاره سره یو. موږ د وخت او فاصلې آزموینې سره مخ شوي یو ... ما سره واده وکړه.