د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (څلورنۍ)

اسوشېټېد پرېس: کرونا ويروس؛ چين کې د مړو شمېر ۲۰۰۴ او نړۍ کې يې د ککړو شمېر ۷۵ زر ته پورته شو 
روهي )څلورنۍ/۳۰ د سلواغې)، چين او د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو کې د کرونا وژونکي ويروس تګ لا ګړندی دی او تر اوسه يې مهار نه دی شوی. وروستۍ شمېرې ښيي چې دغه ويروس چين کې ۲۰۰۴ کسان وژلي او همدا ډول تايوان کې يې د مړينې يوه او هانګ کانګ يې دوه پېښې بثت شوې دي. دنړۍ يو شمېر نورو هېوادونو کې هم د مړينې پېښې بثت شوې دي. 

دغه ويروس په نړيواله کچه ۷۵ زره کسان نېولې دي، چې شمېرې په لاندې ډول دي: 
- هانګ کانګ: ۶۲  کسان؛ 
- ماکاو: ۱۰ کسان؛ 
- جاپان: ۶۱۴  کسان؛ 
- سینګاپور: ۸۱  کسان: 
- تایلینډ: ۳۵  کسان؛
- سويلي کوریا: ۴۶  کسان؛ 
- مالیزیا: ۲۲ کسان؛
- تایوان: ۲۲ کسان چې يو په کې مړ شوی؛ 
- ویتنام: ۱۶ کسان؛ 
- آلمان: ۱۶ کسان؛ 
- متحده ایالات: ۱۵ کسان چې يو چينايی وګړی په کې  مړ شوی دی؛ 
- آسټرالیا: ۱۴ کسان؛ 
- فرانسه: ۱۲ کسان چې يو په کې مړ شوی دی؛ 
- انګلستان: ۹ کسان؛ 
- متحده عربي امارات: نهه کسان؛ 
- کاناډا: اته کسان؛ 
- فیلیپین: ۳ کسان چې په کې مړ شوی دی؛ 
- هندوستان:۳ کسان؛ 
- ایټالیا: ۳ کسان؛ 
- روسیه: ۲ کسان؛ 
- هسپانیه: ۲ کسان؛
- بلجیم: ۱  کس؛ 
- نیپال: ۱ کس؛ 
- سریلانکا: ۱ کس؛
- سویډن: ۱ کس؛
- کمبوډیا: ۱ کس؛ 
- فنلینډ: ۱ کس؛ 
- مصر: ۱ کس. 
فرانس پرېس: ترکيې ته د روسيې خبرداری: سوريه کې له پوځي عملياتو ډډه وکړه 
روهي (څلورنۍ/۳۰ د سلواغې)، د سوريې پر سر د روسيې او ترکيې اړيکې سره خړې - پړې  شوې دي. تازه روسيې ترکيې ته خبرداری ورکړی دی، چې ترکيي ځواکونه سوريه کې بايد پوځي عمليات تر سره نه کړي. 

روسيې دغه خبرداری وروسته له هغې ورکړی دی، چې تېره ورځ ولسمشر رجب طيب اوردغان وويل چې سوريه کې به پوځي عمليات پيل کړي. د ترکيې ولسمشر تېره ورځ وويل چې د سوريې ادليب ښار کې پوځي عمليات حتمي دي او په نېږدې وخت کې به يې پيل کړي. 

مسکو د ولسمشر اوردغان دغه پرېکړې ته غبرګون ښوودلی او ويلي دي چې  په سوريه کې د ترکيي ځواکونو عمليات به وضعيت  کړکېچن کړي او يوه نوې سناريو به رامنځ ته کړي. 

سوريه کې د نړيوالو ټولنې او بشري حقونو فعالينو هم ويلي دي چې د ادليب په شمول د سوريې په ځينو ښارونو کې د ترکيي او سوريي ځواکونو د احمتالي جګړې له ويرې په مېلېونه خلک په تېښته دي او کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د ايفون (iPad Air) په اړه دلته ولولئ 
روهي (څلورنۍ/۳۰ د سلواغې)، د آپل کمپنۍ iPad Air اير آي پډ ۱۰،۵ انچه دی. دغه آي پډ پرته له لاين د نښلونې سېسټم لري. اپل  خپل دغه اير آي پډ کم وزن لرونکی او بريک يا نازک جوړ کړی دی چې په اسانۍ سره لېږدول کيږي. 

iPad Air په يو ساعت چارج سره لس ساعت کار کوي. دغه آی پډ کولی شي چې له وای فای سره په نښلولو 866 Mbps وړاندې کړي. د وړاندې او شاته کمرې وړتيا يې 1080p HD ده. اير اي پډ د ورځې او شپې پر مهال او همدا ډول ستاسو شااوخوا روښنايۍ سره په خپلسري يا اټوماټيک ډول روښنايۍ بدلولی شي. 

iPad Air د سندونو د سکن وړتيا لري او د بريښنايي پنسل په لرلو سره بريښنايي لاسليک پرې کولی شي. د دغه ای پډ بيه ۴۹۹ امريکايي ډالر ده. 

العربيه: د يمن دفاع وزير (محمد المقدسي) له وژونکي بريد ژوندی ووت 
روهي (څلورنۍ/۳۰ د سلواغې)، د يمن  دفاع وزير محمد المقدسي د موټرونو پر کاروان نن ورځ د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، چې روغ ترې وتلی. 

دغه بريد ک د دفاع وزير محمد المقدسي شپږ ملګري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. د يمن دولت د دغه پېښې په اړه نور ډېر جزئيات نه دي ورکړي. 

يمن کې له تېرو څو کالونو کورنۍ جګړه او هم دا ډول د سعودي عربستان په مشرۍ د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ګډ ائتلاف له خوثي ياغيانو سره په جګړه کې دی.

الجزيره: ایټاليا خپلې چټلۍ (کثافت) مالېزيا ته لېږي 
روهي (څلورنۍ/۳۰ د سلواغې)، د چاپيريال ساتونکو ډلو د ايټاليا له خوا ماليزيا ته هر کال د زرګونه ټنه پالستيکي او نورو کثافتو پر لېږد اندېښنه ښوودلې ده. 

د چاپيريال ساتنې ډلو موندلې ده چې يوازې د تېر ۲۰۱۹ کال په لومړيو نهو مياشتو کې ايټاليا ۱۳۰۰ ټنه کثافت مالېزيا ته لېږلي دي. ايټاليا کې  مېشتي صعنتي کمپنۍ هر کابل زرګونه ټنه کثافت له خپل هېواد لېرې مالېزيا کې دفن کوي. 

د شينې سولې په نوم ايټاليا کې د چاپيريال يو فعالې ډلې ويلي دي چې په دې کار سره ايټالياوۍ کمپنۍ نه انسانانو  ته درناوی کوي او نه هم د ځمکې کرې ته. 

يوازې ايتاليا نه ده چې مالېزيا ته خپل صعنتي پاتې شونې لېږي بلکې د نړۍ ډېری نور هېوادونه هم ياد هېواد ته د پالستيکي توکو  پاتې شونو لېږد لري. تېر کال کې ايټاليا شپږم هېواد وو چې تر ټولو ډېر پاتې شوني يې مالېزيا ته لېږلې دي. 

ماشين نيوز: متحد ايالت خپل بحري پوځ کې شپږ کلنې کښتۍ ته تقاعد ورکوي 
روهي (څلورنۍ/۳۰ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو حکومت ويلي دي چې د ittoral Combat Ship په نوم کښتي چې د دوی په بحري کې پوځ کې له تېرو شپږو کالونو ماومريت لري؛ لېرې کوي. 

د متحدو ايالتو حکومت پلان لري چې تر ۲۰۳۰ کال پوري ۳۵۵ نوې کښتۍ بحري پوځ ته دننه کړي خو دا يې نه دي ويلي چې ولې ittoral Combat Ship څلور کښتۍ چې نېږدې شپږ کاله وړاندې يې ماموريي پيل کړی وو، لېرې کوي. 

دغه کښتۍ جنګي دي او همدا ډول په بحر کې نورو امريکايۍ کښتيو ته د مهاماتو د لېږد دنده يې درلودله.