حسني مبارک

 حسني مبارک دټولپوښتنې له لارې په 1987 ز 1993 ز 1999 ز 2005 ز کلونو کې پنځه ځلې دمصر دولسمشر په توګه ټاکل شوې دی ، دنوموړي مخالفين غواړي ، چې اساسي قانون کې بايد بدلون رامنځته شي او ديوه کانديد پر ځای بايد څو کانديدان وي او دټولپوښتنې پر ځای بايد مستقيمه ټاکنه وي ، په عربي نړۍ کې حسني مبارک دنورو په پرتله داوږدې واکمنۍ څښتن ولسمشر دی .
په 2005 ز کې له حسني مبارک وغوښتل شول ،چې په اساسي قانون کې هغه ماده بدلون ومومي ،چې دولسمشرۍ ټاکنې تنظيموي دنوموړي سياسي مخالفين پرې تل نيوکه کوي ، چې هر څه يې په خپل ګروت کې نيولې دي هماغه و ،چې دبهرنيو دفشار په پايله کې يې دلومړي ځل لپاره دولسمشرۍ په ټاکنو کې ايمن نور او نعمان جمعة دخپل سيال په توګه ومنل . داقتصادي ودې په برخه کې حسني مبارک پرخپلو ژمنو وفا نه ده کړې ده . دنوموړي دواک پر مهال په مصر کې دکارګرو لاريون ، دپوليسو لخوا په زندانونو کې دځورونې پېښې زياتې شوې دي ، دښځو پر ضد تاوتريخوالې خپل اوج ته رسيدلې دی ، دهمده دواک پر مهال دزندانيانو شمېر زيات شوې دی او يوازې دسياسي بنديانو شمېر له 18000 اوړي او دعبدالحليم قنديل دکتاب له مخې دمصر په استخباراتو کې دپوليسو ، څارګرو شمېر 1,7 ميلون ته رسيدلې په بله مانا هرو 37 مصريانو ته يو پوليس دی ، دحسني مبارک دواک پر مهال په مصر کې دبيوزلو شمېر دبل هر وخت په پرتله زيات شوې د 2008 ز کال د راپور له مخې 11 ميلونه وګړي په 961 بې نخچو سيمو کې مېشت دي او دناکره سياسي اقتصادي تګلارو له کبله اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړه دی 2% مصريان 40% پانګه په واک کې لري . دامریکايي بارډي مجلې د ډلبندۍ له مخې حسني مبارک په 2009 ز کې دنړۍ په کچه 20 بد دیکتاتور ښودل شوې دی او همدارنګه په 2008 ز کې په دغه ډله کې و.
په روانه اونۍ کې دملي ډيموکراټ ګوند کلنۍ غونډه وه په دې کې دمصر روان وضعیت د 82 کلن حسني مبارک ګانده او په مصر کې دسياسي ګوندونو برخلیک اونورې اړونده ستونزې وڅیړل شوې دوه خبرې ،چې پر يادونه ارزي :
له حسني مبارک وروسته به دده ځايناستې څوک وي خپله مبارک او نږدۍ کړۍ غواړي ، چې له ده وروسته جمال مبارک واک ته ورسول کیږي او حسني مبارک به څه کوي ؟؟ خپله حسني مبارک غواړي ، چې له مشرتابه وروسته له هر ډول پوښتنې اوګرويږنې خوندي وي . ډېری اټکل کوي ، چې په مصر کې به دغه کسان ولسمشرۍ ته ځانونه کانديد کړي : جمال مبارک ، ډاکتر محمد البرادعي ، ايمن نور او داخوان المسلمين مشر محمد عاکف او داستخباراتو مشر عمر سليمان وبه ګورو ،چې دغه مرغه به دچا پر اوږو کيني ، خواوس به دهغه سړي دژوند کېسه ولولو ،چې پنځه ځله سر په سر دمصر واکمن و .
ژوندليک :
حسني مبارک ،چې پوره نوم يې محمد حسني سيد سيد ابراهيم مبارک دی د 1928 ز دمی پر 4 مه نېټه زیږيدلې دی نوموړې په مصر له اوښتون راوروسته څلورم ولسمشر او دوسله والو ځواکونو مشر او د ملي ديموکراټ ګوند رئيس دی . مبارک دفلسطينيانو او اسراييلو ترمنځ دسولې او روغې جوړې پلوي دی .
حسني مبارک په (شبين الکوم )کې منځنۍ زده کړې تر سره کړې او ورپسې حربي پوهنتون ته ولاړ او په 1949 ز کې يې په عسکري علومو کې ليسانس تر لاسه کړ او د ډګرمن له رتبې سره ترې فارغ شو او دمصري ځواکونو په پياده لواء کې يې دنده وموندله دوه مياشتې يې دغه دنده تر سره کړه ، چې دهوانوردۍ پوهنځي اعلان وکړ ،چې موږ دحربي پوهنتون نوي فارغان نيسو حسني مبارک له نورو يولسو تنو سره غوښتنلیک ورکړ او له ازموينې وروسته يې په دغه پوهنځي کې زده کړې پيل کړې او د 1950 ز دمارچ پر 12 ترې فارغ شو . د نورو زده کړو لپاره په 1964 ز دپخواني شوروي اتحاد دفرونز حربي پوهنتون ته ولاړ او هورې يې لوړې زده کړې ترسره کړې او بېرته مصر ته راوګرځيد .
حسني مبارک له فراغت وروسته د 1950 ز دمارچ په 13 مه نېټه په العریش کې دمصر په هوايي ځواکونو کې پر دنده وګومارل شو وروسته بيا په 1951 ز کې حلوان هوايي ډګر ته واستول شو ، چې دجنګي الوتکو دروزنې کورسونه پيل کړي په همدغه کال کې دهوايي زده کړو پوهنځي ته د استاد په توګه واستول شو او تر څنګ يې دپوهنځي دمرستيال چارې هم تر سره کولې او د1959 ز پورې يې همدغه دنده درلوده دالمغرب او الجزایر ترمنځ دجګړې پر مهال يې الوتکه دتخنیکي ستونزې له کبله په المغرب کې دکيناستو ته اړ شوه او نوموړي له خپلو ملګرو سره دالمغرب له چارواکو لخوا بندي شو .
حسني مبارک دنظامي زده کړو په موخه بهرنيو هېوادو ته ډېر سفرونه کړي دي نوموړې د1966 ز دجون پر 30 مه نېټه دپلازمنيې القاهرې په لويدیځ کې دهوايي اډې مشر وټاکل شود 1967 ز دجون پر 25 مه نېټه حسني مبارک دبني سویف هوايي ډګر قومندان شو او دهمدې کال دنومبر په مياشت کې دهوايي زده کړو دپوهنځي رئيس شو مبارک د1972ز په اپريل کې هوايي ځواکونو عمومي قومندان او ددفاع وزیر مرستيال وټاکل شو پردې سربېره يې د1973 ز داکتوبر دجګړې عمومي قومندان هم و او په 1974 ز کې حسني مبارک ډګروال شو او انورالسادات د 1975 ز داپريل پر 15 مه نېټه دخپل مرستيال په توګه غوره کړ کله ، چې انورالسادات پریکړه وه ، چې دمصر پر ځای دحکومت لپاره ( ملي ډيموکراټ ګوند ) جوړ کړي نو حسني مبارک يې هم دځان لپاره دګوند دمرستيال په توګه غوره کړ په دغه پړاو کې حسني مبارک په عربي او نړيواله کچه ډېر سفرونه او کارونه تر سره کړل او دنړۍ زيات شمېر هېوادونه يې وليدل او له مصر سره يې ددغو هېوادو داړیکو په لا پياوړې کولو کې دپام وړ مرسته وکړه .
حسني مبارک دانور السادات له ترور وروسته د 1981 ز داکتوبر پر 14 مه نېټه دپارلمان له لورې کانديد او د ټولپوښتنې په ترڅ کې دمصر دولسمشر په توګه وټاکل شو ځکه ،چې انورالسادات د1981 ز داکتوبر پر 6 داکتوبر دجګړې دبري دلمانځنې پر مهال دخالد الاسلامبولي پر وسيله ترور شو حسني مبارک د1982 ز دجنورۍ پر 26 مه نېټه دګوند مشر شو .
v دحسني مبارک واکمني
ü د1981 ز داکتوبر 14 دپارلمان له کانديدا وروسته دټولپوښتنې په ترڅ کې دمصر ولسمشر شو .
ü د1987 ز داکتوبر 5 ددويم ځل لپاره دټولپوښتنې له لارې ولسمشر شو .
ü 1993 ز کې د ټولپوښتنې له لارې د درېيم ځل لپاره دمصر ولسمشر شو .
ü 1999 ز کې د ټولپوښتنې له لارې څلورم ځل لپاره دمصر ولسمشر شو .
ü په 2005 ز کې دپنځم ځل لپاره دولسمشرۍ په ټاکنو دډاکترايمن نور سيال و ، چې ټاکنې يې وګټلې او ايمن نور يې ددرغلۍ په تور زندان ته واستوه .
v دحسني مبارک پریکړې
ü د2003 ز په سپټمبر کې ېې دوسله والو ځواکونو دمشر په توګه داساسي قانون 14 او 16 ماده لغوه کړه او هغه بیړني حالت ، چې دانور السادات له ترور راوروسته په هېواد کې رامنځته شوې و لیرې کړ .
ü د2003 ز کې يې دکورنيو چارو وزیر ته امر وکړ هغه مصريو میرمنو ، چې له بهرنيانو سره ودونه کړي دي زامن يې دا حق لري ، چې دمصر تابعیت تر لاسه کړي .
ü د2006 ز په ډسمبر کې يې دوسله والو ځواکونو مشر په توګه يې داخوان المسلمين
v دحسني مبارک لومړي وزیران
ü احمد نظیف له 2004 می تر اوسه پورې .
ü عاطف عبيد له 1999 اکتوبر 10 تر 2004 جولای 9 .
ü کمال الجنزوري له 1996 جنوري 4 تر 1999 اکتوبر 5 .
ü عاطف محمد صدقي له 1986 نومبر11 تر 1996 جنوري 2 .
ü علي لطفي محمود له 1985 سپټمبر 5 تر 1986 نومبر9 .
ü کمال حسن علي له 1984 جون 5 تر 1985 سپټمبر4 .
ü احمد فوادله 1982 جنوري 3 تر 1984 جون 5 .
ü حسني مبارک له 1981 اکتوبر 6 تر 1982 ز 3 .
حسني مبارک له سوزان صالح ثابت سره ، چې په سوزان مبارک مشهوره ده واده کړې دی او دعلاء او جمال په نوم دوه زامن او دوه لمسيان لري .