د پښتون ژغورنې غړو ولسمشر غني ته د ټاکنو ګټلو له کبله مبارکۍ ورکړې

روهي(څلورنۍ/۳۰ د سلواغې)، د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې پرون د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا اعلان شوې.په دغو پایلو کې محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنې رایو په ترلاسه کولو ګټونکی اعلان شو.عبدالله عبدالله بیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون معلوماتو په اساس ۳۹،۵۲ سلنه رایې ګټلي خو د پایلو د اعلان وروسته یې ویلي چې د ده ډله د ټاکنو ګتونکې ده، چې د پښتون غورڅنګ مخکښ غړو ولسمشر اشرف غني ته د ولسمشرۍ مبارکیانو ورکړې.
د یاد غورځنګ یو غړي محسن داور په خپل ټویټر پاڼې کې ولسمشر اشرف غني ته د مبارکۍ تر څنګ ویلي "هیله لرم چې ولسمشر د سولې لپاره هر ډول هڅه وکړي. د دغه غورځنګ بلې غړې سنا اجاز هم په خپل ټویټر پاڼې کې، ولسمشر اشرف غني او لومړي مرستیال امرالله صالح ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلي او زیاته کړې یې ده "وايي چې سر روغ وي، د نورو غړو روغتیا په خپله راځي. د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه نور مشران علي وزیر او وړانګې لوڼۍ هم د مبارکۍ پیغامونو په خپرولو هیله څرګنده کړې چې نوی حکومت د افغانانو هیلې پوره کړي.