ایټاليا خپلې چټلۍ (کثافت) مالېزيا ته لېږي 

روهي (څلورنۍ/۳۰ د سلواغې)، د چاپيريال ساتونکو ډلو د ايټاليا له خوا ماليزيا ته هر کال د زرګونه ټنه پالستيکي او نورو کثافتو پر لېږد اندېښنه ښوودلې ده. 

د چاپيريال ساتنې ډلو موندلې ده چې يوازې د تېر ۲۰۱۹ کال په لومړيو نهو مياشتو کې ايټاليا ۱۳۰۰ ټنه کثافت مالېزيا ته لېږلي دي. ايټاليا کې  مېشتي صعنتي کمپنۍ هر کابل زرګونه ټنه کثافت له خپل هېواد لېرې مالېزيا کې دفن کوي. 

د شينې سولې په نوم ايټاليا کې د چاپيريال يو فعالې ډلې ويلي دي چې په دې کار سره ايټالياوۍ کمپنۍ نه انسانانو  ته درناوی کوي او نه هم د ځمکې کرې ته. 

يوازې ايتاليا نه ده چې مالېزيا ته خپل صعنتي پاتې شونې لېږي بلکې د نړۍ ډېری نور هېوادونه هم ياد هېواد ته د پالستيکي توکو  پاتې شونو لېږد لري. تېر کال کې ايټاليا شپږم هېواد وو چې تر ټولو ډېر پاتې شوني يې مالېزيا ته لېږلې دي.