د يمن دفاع وزير (محمد المقدسي) له وژونکي بريد ژوندی ووت 

روهي (څلورنۍ/۳۰ د سلواغې)، د يمن  دفاع وزير محمد المقدسي د موټرونو پر کاروان نن ورځ د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، چې روغ ترې وتلی. 

دغه بريد ک د دفاع وزير محمد المقدسي شپږ ملګري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي. د يمن دولت د دغه پېښې په اړه نور ډېر جزئيات نه دي ورکړي. 

يمن کې له تېرو څو کالونو کورنۍ جګړه او هم دا ډول د سعودي عربستان په مشرۍ د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ګډ ائتلاف له خوثي ياغيانو سره په جګړه کې دی.