ولسمشر غني د راتلونکو پنځو کالونو (هېوادمشرۍ) باروليک له ټاکنو خپلواک کمېسيون تر لاسه کړ

روهي (څلورنۍ/۳ د سلواغې)، ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکي ټيم ته ټاکنيزه وثيقه يا د ټاکنو د بريا باور ليک ورکړ. 

د دغه باور ليک متن کې لېکل شوي دي، "ښاغلی محمد اشرف غني د شاه جهان زوی د ۱۳۹۸ل د تلې ۶مې نېټې په ولسمشريزو ټاکنو کې د افغان ملت د ټولو کارول شوې محترمو رايو څخه (۹۲۳۵۹۲) رايې، چې ۵۰،۶۴ سلنه  کيږي تر لاسه کړي او د اساسي قانون د ۶۱مې مادې د حکم او ټاکنو خپلواک کمېسيون د ۱۳۹۸/۱۱/۲۹نيټې د (۱۳۹۸-۱۲۲) ګڼه پرېکړه ليک پر اساس؛ د افغانستان منتخب رئيس جمهور وټاکل شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون؛ د ټاکنو قانون ۸۸مې مادې د حکم له مخې د دغې ټاکنيزې وثیقې  په ورکړې سره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د رئيس په توګه د نوموړي ټاکل کېدل تائيدوي او د لوی الله ج له دربار څخه ورته د غوره خدمتو او د سولې د ټېنګښت په برخه کې د بريا هيله لري."

دغه مراسمو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح او دويم مرستيال سرور دانش هم ګډون درلود. ياد بارو ليک د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ ولسمشر غني  ته ورکړ.