روهي(څلورنۍ/۳۰ د سلواغې)، په اسټرالیا کې پولیس وايي، د دې ښار په برېسبن ښار کې د درېیو ماشومانو په ګډون څلور تنه هغه وخت مړه شول، چې ظاهراً یې موټر په قصدي ډول وسوځول شو. مرستندویانو د هغه لاروي درملنه هم کړې چې غوښتل یې تر ډېره سوځېدونکي کسان وژغوري، خو خپله د ده مخ هم سوځېدلی و.
اسټرالیايي ورځپاڼې ته یوه عیني شاهد خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړی چې په دې پېښه کې یې د ښځې چیغې اورېدلې او ویل یې "هغه سړي پر ما تېل را واچول."پولیسو ویلي، لا وخته ده چې د قربانیانو هویت تایید کړي او د کورني تاوتریخوالي په اړه یې له پوښتنو ځوابولو ډډه وکړه.د کویینزلنډ پولیسو وویل، د پېښې ځای ته د بېړنیو چارو مرستندویان ورسېدل او له لسو کلونو د کم عمره ماشومانو جسدونه یې وموندل.
هغه سړی هم مړ شوی، چې له نورو قربانیانو سره په اړیکه کې و او همدارنګه یوه سوځېدلې مېرمن هم د دوی په ډله کې وه.
وروستي