پخوانی ولسمشر حامد کرزی: تېرې ټاکنې يوه غېرې ملي پروسه او پر افغانانو تحميل شوې وې 

روهي (څلورنۍ/۳۰ د سلواغې)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د تېرو ولسمشريزو ټاکنو اعلان ته غبرګون ښوودلی او ليکلي دي چې تېرې ولسمشريزې ټاکنې د بهرنيانو د موخو هنداره کوونکې وې. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي، چې ما پخوا هم ويلي وو چې په داسې وخت کې چې د رڼو ټاکنو لپاره وضعيت برابر نه وي، نو ټاکنې د بحران او نفاق سبب کيږي. 

حامد کرزی وايي چې تېرې ولسمشريزې ټاکنې يوه غېرې ملي پروسه، پر افغانانو تحميل شوې او د ولسواکۍ سره په ټکر کې وه. 

کرزی وايي چې په داسې وخت کې د ټاکنو تر سره کول او د پايلو اعلان به يې په طعبيي ډول ټولو ته د منلو نه وي او ستونزې به رامنځ ته کړي.