هيرتا مولر

 سږ کال خو په جرمني کې د ښځو بخت بيداره ښکاري اوپه دې لنډه موده کې انګيلا مېرکل ، که څه هم د پخوا په پرتله يې ګوندکمې رايې ګټلي وې خو د ائتلاف په زور بيا د دوهم ځل لپاره لومړۍ وزيره شوه او دا دی ډېروالمانيانو دا نه انګيرله ، چې (هيرتا مولر ) دې د سږ 2009 ز کال دنوبل جايزه وګټي .
که څه هم نوموړې په ادبي ډګر کې خپل وزن لري او دخپل وروستي اثر ( دنفس زانګو) نومي اثر په خپرولو سره يې په المان کې دخلکو پام ځان ته راواړوه پردې سربېره مولر خپلې ټولې ليکنې په روم کې الماني لږه کي ته ځانګړې وې ، چې د شورويانو دواکمنۍ پر مهال ډېر ځپل شوې وو او دا یوه داسې موضوع ده ، چې په المان کې څوک ورته ډېره پاملرنه نه کوي پاتې شوه لا دنړیوال پام . که نړيوال لوستونکی تاريخي ناول لولي نو د نازيانو دپېر هغه لولي ، چې ګونتر ګراس کښلي ، خو مولر پريکړه وکړه ،چې هغه پېښې راواخلي ، چې المانيان داسې انځوروي ، چې دوی بویه دبلې ديکتاتورۍ قرباني شوي دي .
دمولر زړه ته دا نه لويده ، چې دې به د نوبل جايزه ګټلې وي د المان له دويم کانال سره په خبرو کې وويل : بښنه غواړم ... زه دخبرو سېک نه لرم زه اوس هم دا نه منم ، چې څه پېښ شوي دي .
انګيلا ميرکل ډېره خوشاله وه ځکه دمولر او ميرکل د ژوند يوه برخه سر ه ورته ده ځکه دواړه وړاندې له دې ، چې لويديز المان ته راوتښتي دکمونیستانو له واکمنۍ تر پوزې رسيدلې وې . له دې وروسته د مولر په اړه دستاینو بهېر رامات شو خو هغه کره کتونکي يو څه پيکه شول ، چې ولې يې د مولر اثار و ته ځانګړې پاملرنه نه کوله .
هېرتا مولر د 1953 ز د اګسټ پر 17 نېټه نيڅکي دورف په کلي نړۍ ته سترګې پرانېستې دا سيمه له لومړي نړيوال جنګ راوروسته د روم تر کنترول لاندې راغله ، مولر الماني او رومي ژبه زده کړې او دچيک په يوه کارخانه کې يې دژباړونکې په توګه دنده تر لاسه کړه هغه مهال يې له دندې څخه دشړلو پريکړه وشوه ، چې له څارګرو سره يې له مرستې مخ واړوه ، پلار يې هم په روم کې د الماني لږه کيو څخه و او د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال يې د وسله والې ژغورنې په ډله کې کار کاوه او په 1954 ز روسيې ته تبعيد شوه همدارنګه يې مور هم تبعيد شوې وه او پنځه کاله يې په اوکراین کې تېر کړي وو .
په 1982 ز کې يې ( دلوړو ژورو ) په نوم يو اثر خپور کړ او په روم کې په يوه المانۍ کورنۍ خپل ماشومتوب په کې انځوروي دا کتاب له ناول بيوګرافۍ ته ډېر ورنږدې دی . مولر په دغه کتاب کې المانيان داسې راپيژندلې ،چې يو ګوښه لږه کي دي له تمدنه ليرې دي ، زور زياتې دشرابو څښل ددغه لږه کي ستره ستونزه ده .
په 1984 ز کې مولرپه الماني ژبه خپل کتاب خپور کړ دنوموړې دغه ګام ددې لامل شو ، چې په روم کې دڅارګرو لخوا څارل او ځورول کېده وروسته بيا په 1987 ز المان ته راوتښتيده او دالمان ، انګلستان او امريکا په پوهنتونو کې يې وخت ناوخت ليکچرونه ورکول مولر نن په ( برلين ) کې استوګنه ده او د المانۍ ژبې په اکاډمۍ کې علمي غړۍ ده . دمېرمن مولر مشهور اثار دادي :
( کله ، چې ګېدړ ښکاري و ، پاچا ټېټ شو او وژل کا ، دزړه ژوې ، اې کاش ماخپل ځان نه ليده )
مېرمن مولر يو شمېر نورې جايزې هم تر لاسه کړې دي لکه د( کلایست ) دالماني ادب جايزه او د( فورټ ) اروپايي ادب جايزه پردې سربېره دمېرمن مولر اثار دنړۍ 20 ژبو ته ژباړل شوې دي
په پای کې له دې هر څه سره ګرده نړۍ هېښ شوه ، چې کله يې دا اعلان واوريده ، چې مېرمن مولر دنوبل ګټونکې شوه ځکه ټولو انګيرله ، چې نور لکه ( عاموس عوس ، ويلیپ روس ، توماس بينګون ، پاپ ډيلان ) به دغه جايزه تر لاسه کړي . همدارنګه په منځني ختیځ کې دخلکو سترګې اسراييلي ليکوال ( عوس ) ته وې ، چې دا به سږ دنوبل جايزه اخلي او يا به لږ تر لږه له ( اسيا جبار او يا ادونیس ) سره په ګډه دغه جايزه راخپلوي خو اکاډمۍ دا وښوده اړينه نه ده ،چې په ادبياتو کې هم سياسي ملحوظات په پام کې ونيول شي .
روم په سړه سينه دمولر دجايزې خبر تر لاسه کړ کټ مټ لکه په 1970 ز کې ، چې روسانو دسولګنسټين هغه تر لاسه کړې و ځکه ډيری روميان مولر ته دېوې خاينې په سترګه ګوري او په دې يې تورنوي ، چې په خپلو ليکنو کې يې د روم سپکاوی کړی او ناوړه يې معرفي کړي دي .

اوس به د روهي ویبپاڼو لوستونکو ته هغه کسان هم وروپيژنو ، چې په تېرو 15 کلو کې يې په ادبياتو کې نوبل جايزه تر لاسه کړې ده :
v 2009 ز هېرتامولر ( المان )
v 2008 ز جون ماري ګوستاف ( فرانسه )
v 2007 ز دوریس لیسنګ ( انګلستان )
v 2006 ز اورهان باموک ( ترکیه )
v 2005 ز هارولډ بينتر ( انګلستان )
v 2004 ز الفریډي يلينيک ( نمسا )
v 2003 ز جون ماکسويل کوتزی ( سويلي افریقا )
v 2002 ز ايمري کرتیس ( مجارستان )
v 2001 ز اس – نایپول ( انګلستان )
v 2000 ګاو سينګيان ( فرانسه )
v 1999 ز ګونتر ګراس ( المان )
v 1998 ز ګوزیه ساراماګو ( پرتګال )
v 1997 ز ډاريو فو ( ایټالیه )
v 1996 ز ویسلا وا سیيزمپورسکا ( پولينډ )
v 1995 ز سيموس هيني ( ايرلينډ )