ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د ۳۴ ولایتونو د امنیه قومندانانو سره ولیدل

روهي( څلورنۍ/۳۰ د سلواغې )، ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې په اړه دریمه مشورتي غونډه کې د هیواد د ولایتونو امنیه قومندانانو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د هیواد د امنیتي او دفاعي سکتور رهبرۍ هم حضور درلود، جمهوررئیس ملي پولیسو ته په خطاب کې وویل، زما، ولس، نظام او نړیوالو مطلق ملاتړ لرئ او ستاسو په اتلولیو او سرښندنو ټول ولس ویاړي او د تاریخ په اوږدو کې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه بېساری ولسي ملاتړ له ځانه سره لري.

ولسمشر غني مسوولینو ته یو ځل بیا د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګي او د ټپیانو د درملنې لارښوونه وکړه. هغه زیاته کړه، موږ د تاریخ نوي پړاوو ته چې لومړی ځل طالبانو د تاوتریخوالي بنیادي کمولو او په اوربند د بدلېدو موافقه کړې داخلېږو. هغه زیاته کړه، په دغه پړاوو کې به ملي اردو فرصتونو او خطرونو ته په کتو بشپړ چمتووالی ولري او ملي پولیس به د امنیت د تامین په لومړۍ کرښه کې قرار ولري.
ولسمشر امنیه قومندانانو ته په خطاب کې وویل، تاسو د خلکو، لویو لارو او خصوصي سکتور د امنیت د تامین ترڅنګ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د استازو په توګه دا مسوولیت هم لرئ چې خلکو سره له نږدې په تماس کې واوسئ او د دوی اندېښنو ته په ځواب ویلو سره د هغوی رضایت هم ترلاسه کړئ.

ولسمشر وویل، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په تمویل کې هیڅ بدلون نه راځي او نړیوالو متحدینو په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو او د ناټو غړو هیوادونو سره په دې برخه کې شوي تړونونه او د دوی ژمنې پرخپل ځای دي.

د هیواد ولسمشر امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، ستاسو مبارزه د خدای تعالی د رضا، د ملي بیرغ، هیواد او ولس د دفاع لپاره ده او ستاسو د اتلولیو او سرښندنو له برکته د سولې زمینه برابره شوې او په ډېر دقت باید له دغه فرصت څخه اعظمي استفاده وشي.
ولسمشر غني وویل، ملي پولیس په تېرو کلونو کې له خپلې اصلي دندې چې د قانون حاکمیت، د جرمونو کشف او د محاکمو د پرېکړو پلي کول دي، جنګ ته سوق شوي وو، مګر په دې وروستیو کې دوی دخپلو اصلي دندو په ترسره کولو مسوول او متمرکز شوي دي.

ولسمشر  څرګنده کړه، د مذاکراتو ټیم حدود د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لوري ټاکل کېږي او دغه بهیر به د ولس په څارنه، ملاتړ او توافق ترسره شي. تاسو ملي بنسټ یاست او د ټول افغانستان استازولي کوئ او په تاسو کومه معامله هیڅ د منلو وړ نه ده او موږ به په قوت له دې ازمون څخه بریالي ووځو.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع او د غور امنیه قومندان سمونمل امین الله احمدزي د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه او په ځانګړي ډول ملي پولیس د عالي مقام او رهبرۍ د لارښوونو عملي کولو ته چمتو دي او همدارنګه به د هیواد او ولس د دفاع، ساتنې او خدمت په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.
جمهوررئیس غني له یادو مسوولینو څخه په مننې وویل، هیله ده هغه ډاډ مو چې ماته راکړ، عام ولس ته یې هم ورکړئ او د نږدې همکارۍ او همغږۍ له لارې د دوی پوښتنې ځواب او اندېښنې لیرې کړئ.

د هیواد ولسمشر د ولایتونو له امنیه قومندانانو څخه وغوښتل چې خپل لیدلوري له هر ډول ملحوظ پرته شریک او د کورنیو چارو وزارت مسوولین دې په هغه راپور کې چې د جمهوري ریاست عالي مقام سره یې شریکوي، د هغو ذکر وکړي. هغه ډاډ ورکړ چې ستاسو په نظریاتو او لیدلوریو باندې غور کېږي.

ولسمشر غني د ولایتونو امنیه قومندانانو ته په خطاب کې وویل، ستاسو بریا د افغانستان بریا ده، نو د خپلو اړوندو بېلابېلو کچو مسوولینو او منسوبینو سره مشورې وکړئ او د افغانستان دولت د سولې لیدلوری ورته تشریح کړئ.