کورنيو چارو وزارت د ډاکټر عبدالله عبدالله  حکم ور رد کړ 

روهي (څلورنۍ/۳۰ د سلواغې)،  د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله نن ورځ په يو مکتوب کې د هېواد له کورنيو چارو وزارت وغوښتل چې د ټاکنو کمېسيون غړي دي ممنوع الخروج اعلان کړي. 

کورنيو چارو وزارت د نوموړي دغه امر رد کړی دی او ويلي دي چې د يو افغان ممنوع الخروجي او يا ممنوع الدخولي د قضايي او عدليي ادارو کار دی. 

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي، چې ممنوع الخروجي د لويې څارنوالۍ او سترې محکمې صلاحيت دی او کورنيو چارو وزارت د هېواد د نافذه قوانينونو په چوکاټ کې اقدامات کوي.