ترکيې ته د روسيې خبرداری: سوريه کې له پوځي عملياتو ډډه وکړه 

روهي (څلورنۍ/۳۰ د سلواغې)، د سوريې پر سر د روسيې او ترکيې اړيکې سره خړې - پړې  شوې دي. تازه روسيې ترکيې ته خبرداری ورکړی دی، چې ترکيي ځواکونه سوريه کې بايد پوځي عمليات تر سره نه کړي. 

روسيې دغه خبرداری وروسته له هغې ورکړی دی، چې تېره ورځ ولسمشر رجب طيب اوردغان وويل چې سوريه کې به پوځي عمليات پيل کړي. د ترکيې ولسمشر تېره ورځ وويل چې د سوريې ادليب ښار کې پوځي عمليات حتمي دي او په نېږدې وخت کې به يې پيل کړي. 

مسکو د ولسمشر اوردغان دغه پرېکړې ته غبرګون ښوودلی او ويلي دي چې  په سوريه کې د ترکيي ځواکونو عمليات به وضعيت  کړکېچن کړي او يوه نوې سناريو به رامنځ ته کړي. 

سوريه کې د نړيوالو ټولنې او بشري حقونو فعالينو هم ويلي دي چې د ادليب په شمول د سوريې په ځينو ښارونو کې د ترکيي او سوريي ځواکونو د احمتالي جګړې له ويرې په مېلېونه خلک په تېښته دي او کډوالۍ ته اړ شوي دي.