روهي( څلورنۍ/۳۰ د سلواغې )، د جنبش ګوند مشر او په تېر دور کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په جوزجان کې خپلو پلویانو ته په خبرو کې وویل، چې د ټاکنو وروستۍ پایلې ورته د منلو نه دي او ډېر زر به د عبدالله په مشرۍ داسې یو حکومت اعلان کړي چې د افغانستان ټول قومونه به پکې برخه ولري.
دوستم همدا ډول وویل، د شمالي ولایتونو اوسېدونکي دې د والیانو د معرفي لپاره تیاری ونیسي. نوموړي دغه ډول وویل، سر له سبا دې د فاریاب، سرپل او نورو شمالي ولایتونو خلک راووځي او په ټاکنو کې دې د خپلې بریا جشن ولمانځي.
دوستم زیاته کړې، هیڅ داسې نظام چې د جوزجان خلک پکې ځای ونلري منځ ته نشي راتلی. هغه دغه ډول وویل، ډېر ژر به د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او نورو چارواکو سره ناسته ولري. د یادونې ده چې اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د خپلو پلویانو غونډه کې اعلان کړی دی چې د بایومیتریک شویو رایو له مخې، دی د ټاکنو ګټونکی دی او ژر به په خپله مشرۍ ټول شموله حکومت اعلان کړي.
وروستي