انګېلا مېرکل

 اجمل روهي
جرمني داسې يو هېواد دی ، چې تر افغانستان کوچنی او د يادونې وړ کانونه او معدنونه نه لري او دوو نړيوالو جګړو يې نه يوازې هېواد وران کړ بلکې په دوو برخو يې هم وويشلو ړ چې ختيځه برخه يې د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ په ساحه کې شامله شوه او لويديځه برخه يې د نورو متحدينو په ولکه کې ورغله .
د دغه هېوادونو تر منځ نه يوازې هر ډول اقتصادي ، سياسي او ټولنيزې اړيکې وشليدې بلکې د بېلتون داسې ديوالونه هم ودرول شول ، چې د نړيدو تصور يې په لنډه موده کې نه کيده .
خو له دې ټولو ناخوالو سره سره دغه ملت د زيات کار او علم ته د پاملرنې له برکته ، ځان ددې جوګه کړ ، چې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې ځان ودروي او د بېلتون ديوالونه ونړوي او بېرته يو هېواد او يو ملت شي . د جرمنانو په هکله دا خبره مشهوره ده ، چې وايي : ( خلک کار کوي چې ژوند وکړي ،خو جرمنان ژوند کوي ، چې کار وکړي ! )
په لويديځ او بيا په ځانګړې توګه داسې يوه هېواد کې لکه جرمني ، چې تر امريکا وروسته په نړۍ کې د صادراتو له پلوه دوهم مقام خو د امنيت له پلوه په نړۍ کې لومړۍ ځای لري ، د هېواد ولسمشرۍ ته رسيدل څه اسانه کار نه دی او بايد زياتې هلې ځلې تر سره کړي .
دلته داسې امکان نشته لکه په افغانستان کې ، چې په ارزښتونو باندې معامله وشي يا دې قانون مات کړي او له ټاکل شويو معيارونو دې سرغړونه وکړي او ولسمشرۍ ته د رسيدو لپاره دې چا ته وزارتونو ومنل شي ، چا دې بډې ورکړل شي ، چا ته دې د دې وعده ورکړل شي ، چې ولسوالۍ به په وﻻيتونو ورته واړوي .
دلته يوازې د ملت رايه ټاکونکي ده او زما لپاره خو يې شمېرل هم په زړه پورې وو . څو ورځې دمخه د سپټمبر په 27 مه2009 زکال کې ټولټاکنې پيل او د مازيګر شپږ بجې پورې صندوقونو ته رايې اچول کيدای شوې . پوره شپږ بجې لومړنۍ پايلې په ډاګه شوې ، چې ګټونکي يې ښودل ، دوه ساعته وروسته د ماښام په اتو بجو د جرمنانو په اصطلاح لوړه شمېرنه په ډاګه شوه ، چې وروستيو پايلې ته ډېر نږدې وي . زموږ د ګران هېواد د ټاکنو سره يې پرتله کړئ او وګورئ ، چې څومره بهرني هېوادونو په کې فرمايشونه لري .
په لويديځ جرمني کې له ډېرې مودې راهيسې د امريکا ، انګلستان او فرانسې ځواکونو د څارنې په موخه پراته وو ، ځکه يوازې په دوهمه نړيواله جګړه کې د پنځوس ميليونو شاو خوا خلک ووژل شول لېکن اوس په دې څو وروستيو کلونو کې له دې هېواده بهر شول ځکه ، جرمني په نړيواله کچه ځانته داسې اعتبار تر ﻻسه کړ ، چې اوس په دې هېواد کې د څارنې نوره اړتيا نه ليدل کيږي .
کله ناکله په ژوند کې د ځينو ناخوالو رامنځته کيدل د انسان د تحرک او پرمختګ ﻻمل هم کيدی شي . ښايې د جرمني د بيا ټاکل شوې لومړۍ وزيرې انګيلا مېرکل په
برخليک کې هم داسې فاکټورونه کارنده وو .
خو له دې سره سره د جرمني په تاريخ کې انګېلا مېرکل د يوې طالع مندې ښځې په توګه ځکه حسابيدی شي ، چې ددې هېواد نه يوازې لومړنۍ ښځه لومړۍ وزيره يا کانسلره ده بلکې د دوهم ځل لپاره هم بخت ورسره ياري وکړه .
راځئ ، چې دانګېلا مېرکل په هکله د نورو خبرو او رازونو د پوهيدو په موخه ، د نوموړې ژوند ليک ته ځير شو :

" انګېلا دوروتيا مېرکل " Angela Dorothea Merkel د جوﻻی مياشتې په 17 مه ، 1954 ز کال کې ، په " هامبورک " کې زېرېدلې ده . پلار يې " هورست کاسنر " د تيولوجي (الهياتو) زده کړې ترسره کړي او مور يې د ﻻتين او انګريزي ژبې ښوونکې وه .
د انګېلا تر زيږيدنې څو اوونۍ وروسته کورنۍ يې له هامبورګ نه ختيځ المان يا د جرمني دموکراتيک جمهوريت ته کډه وکړه . انګېلا مېرکل هيله درلوده ، چې ښوونکي شي .
لومړنۍ زده کړې :
په 1961 ز کال کې نوموړې دپولي تخنيک لوړ ښوونځي کې شامله شوه او په رياضي او روسي ژبه کې يې ښې نمرې درلودې او 1973 ز کال کې فارغه شوه .
لوړې زده کړې :
انګېلا مېرکل ﻻ د ښوونځي په دوران کې د فزيک د زده کړو پرېکړه کړې وه او په 1973 ز کال کې د کارل مارکس پوهنتون ته په (( ﻻيپزيګ )) ښار کې شامله شوه او 1978 ز کې يې لوړې زده کړې سر ته ورسولې . نوموړې دکمونيستي رژيم د اپوزيسيون محصلينو له ډلې څخه نه وه ، خو د انګېلا مېرکل په وينا هغه په دې مهال د خپلې خوښې ليکوال (( راينر کونڅې )) Reiner Kunze چې ديسېدنت (د حکومت له مخالفينو څخه ) و، ليکنې لوستي او نوموړي سره يې ليدنې شوي .
واده :
په1974 زکال کې د زده کړو پر مهال په ﻻيپزيګ کې ، له مسکو او ليننګراد څخه د فزيک محصيلنو سره ، د نظرياتو د تبادلې په يوه غونډه کې له خپل لومړني هم مسلکه مېړه د فوګتلنډ Vogtland له سيمې څخه اولريښ مېرکېل Ulrich Merkel سره اشنا شوه او د سپټمبر په درېيمه نېټه کال 1977 ز کې يې په يوه کليسا کې د واده مراسم تر سره کړل .
څه موده وروسته د مېرکل کورنۍ ختيځ برلين ته کډه کوي او هلته مېرمن مېرکل په علومو اکاډمۍ کې تر 1989 زکال پورې دنده تر ﻻسه کوي .
په 1981 ز کال کې له خپل مېړه نه جلا کيږي او درې کاله وروسته له خپل دوهم او اوسني مېړه ((ياخيم زاور )) سره اشنا شوه او دا ځل وروسته له څو کلنو په 1998 ز کې واده ته زړه ښه کوي .
د يادونې وړ ده ، چې انکېلا مېرکل په 1986 ز کال کې د څو ورځو لپاره فدرالي المان يا لويديځ جرمني ته هم تللې وه ، چې په بېرته ستنيدو سره يې د شرقي دموکراتيک المان خلکو لپاره خپله وفاداري څرګنده کړه . هغه مهال د ختيځ جرمني نه لويديځ جرمني ته سفر کول يوه ﻻتري وه او په دې ﻻره کې يو زيات شمېر جرمنانو قربانۍ ورکړي دي . وروسته له هغې ، چې خيتځ المان لويديځ المان سره د برلين نامتو ديوال اوچت کړ ، زياتو خلکو له کمونيستي رژيم نه د تېښتې لپاره هلې ځلې وکړې ، چې يوازې ډېر کم خلک يې په تېښته بريالي شوي او پاتې يې يا په مرميو سوري شوي او يا په کوم بل ډول د مرګ کومې ته ورغورځيدلي دي .
سياسي هلې ځلې :
د 1989ز کال په مني کې وروسته له دې ، چې د برلين ديوال وران شو ، په ختيځ جرمني کې هم نوي سياسي دموکراتيک جوړښتونه رامنځته شول او له بلې خوا په ختيځ المان کې د علومو اکاډيمي په پخواني شکل سره خپل موجوديت له ﻻسه ورکولو. په همدې مهال انګېلا مېرکل په يوه نوي دموکراتيک جنبش (( دموکراتيک پيل )) Demokratischen Aufbruch (DA) کې په سياسي فعاليتونو پيل کوي .
په اويايمو او اتيايمو کلنو کې د مېرمن مېرکل ملګري او دوستان له دې امله ډېر حيران وو ، چې مېرکل مسيحي دموکرات ګوند سره همکاري کوي ، ځکه هغه د نظرياتو له پلوه زياته ((شنو)) ګوند ته نږدې وه او مور يې د جرمني تربيا يو کيدو وروسته له سوسيال دموکراتانو سره په فعاله توګه کار کولو .
انګېلا مېرکل په ((دموکراتيک پيل )) (DA) کې سياسي هلې ځلې کولې او څو ځله يې د ګوندپه نوم او موخې کې هم بدلونونه راغلل ، خو د 1990 ز کال د مارچ مياشت په ټاکنو کې يې ډېر په نشت حساب رايې تر ﻻسه کړې او همدا راز په ورسته څو مياشتو کې بدلونونو دوی د مسيحي دموکرات اتحايې له ګوند سره نږدې کړل . د همدې کال د اګسټ په څلورمه نېټه ، ددوی ګوند د لويديځ جرمني(( د مسيحي دموکرات اتحاديې )) له ګوند سره يوځای شول او له همدې مهاله يې په ګوند کې د پرمختګ لپاره ﻻره هواره شوه ان چې د وزارت څوکۍ ته په کې ورسيده .
دندې :
(1991–1994) ز کلونو کې د ښځو او ځوانانو وزيرې په توګه ؛
(1994–1998) زکلونو کې يې د جرمني د چاپريال ساتنې وزيرې په توګه دندې تر سره کړي .
د سپټمبر 27مه 1998 زکال کې د جرمني پارلماني ټاکنو (( بوندس ټاګ )) ته ، مسيحي دموکرات ګوند له 1949 ز کال راهيسې تر ټولو کمې رايې له دې امله وګټلې ، چې ناڅرګند او نامالومې مادي مرستې د ګوند له اکونټ سره شوي وې .
د فبروري په 16مه 2000 ز کال کې وروسته له هغې ، چې (( ولفګانګ شوبلې )) د ګوند او په پارلمان کې د فراکسيون له مشرۍ نه استعفا ورکړه ، په دې مهال انګيلا مېرکل چې د ګوند عمومي منشي وه او د ګوندپه مالي جنجالونو کې يې ﻻس نه درلود ، د ګوند مشرۍ لپاره وټاکل شوه . او په (2002–2005) ز کلونو کې يې په پارلمان کې د اپوزيسيون مشري کوله .
په 2005 زکال کې د جرمني سوسيال دموکرات ګوند د شمالي راين وېسټفالن په ايالت کې د ايالتي پارلمان (( ﻻندس تاګ )) ټاکنو کې له سختې ماتې سره مخ شول او عاجلې ټاکنې د جرمني پارلمان (( بوندس تاګ )) لپاره مخکې له وخته د همدې کال مني ته اعلان شوې او په ټاکنو کې مسيحي دموکرات ګوند زياتې رايې خپلې کړې .
انګېلا مېرکل د نومبر 22 مه کال 2005 ز راهيسې د جرمنې د لومړۍ وزيرې (چانسلر) يا کانسلر په توګه دنده لري او دا دی له څو ورځې راهيسې د دوهم ځل لپاره هم په همدې څوکۍ پاتې شوه .
په دې وروستيو ټاکنو کې د مسيحي دموکرات اتحاديې ګوند رايې د پخوا په پرتله کمې شوي وې خو تر ټولو زيات بايلونکي د جرمني سوسيال دموکرات ګوند و . دا ځل انګېلا مېرکل د لېبرال دموکرات ګوند په برکت بيا د قدرت په ګدۍ پاتې شوه ، چې دې ګوند د پخوا په پرتله تاريخي زياتې رايې تر ﻻسه کړي وې . همدا راز له څو کلنو نوی بيا تشکيل شوي د چپينانو ګوند (لينکې ) او همدا راز د ((شنو)) ګوند هم زياتې رايې ګتلي وې .
انګېلا مېرکل په انګريزي او روسي ژبه خبرې کولی شي او او اوﻻدونه نه لري . د لومړني مېړه نه تر بېليدو وروسته يې ويلي وو ، چې : " موږ ځکه واده وکړ ، چې ټولو واده کولو اودا خبره به نن احمقانه ښکاري خو ما دې کار ته په سادګۍ سره غاړه ايښې وه . زه وغوليدم " .