روهي( څلورنۍ/۳۰ د سلواغې )، د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او کوز کونړ ولسوالۍ کې له يو تن سره سل بورۍ امونيم نايتريت، ۱۴۰ بنډله د سانيه سوز لين او دوه عرادې موټرونه ونيول شول.
د ننګرهار امنې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار سليم طوطاخېل د سلواغې په ۳۰مه د خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې يې د عبدالمالک په نوم يو تن سره په ډاټسن ډوله موټر کې ۴۵ بورۍ امونيم نايتريت او ۱۴۰ بنډله د سانيه سوز لين ونيوه.
نوموړي وويل، چې ياد تن د کوز کونړ ولسوالۍ شګۍ په سيمه کې هم په يوه کور کې ۵۵ بورۍ امونيم نايتريت له وړاندې ځای پر ځای کړي و، چې د عملياتو په ترڅ کې د يو عراده سراچه ډوله موټر سره يو ځای ونيول شول.
نيول شوي تن په خپل جرم اعتراف کړی او ترې نورې څېړنې روانې دي.
تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!
تبصرې
تبصرې نشته