عبدالله عبدالله د نيم ساعت لپاره د ټاکنو کمېسيون رئيس شو 

تېره ورځ ټاکنو خپلواک کمېسيون د تلې مياشتې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان کړې. د ټاکنو  په وروستيو پايلو کې اوسنی افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رايو په اخېستلو د پنځو کالونو لپاره ولسمشر وټاکل شو. 

محمد اشرف غني د خپل ټيم سره يو ځای ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دولت جوړونکي ټيم بريا د جمهوريت او ولسواکۍ بريا بللې او ويلي دي چې دی هېڅ رقيب او مخالف نه لري او هغه وخت را رسېدلی دی چې ټول په هېواد کې د شته ستونزو لپاره سره لاسونه ورکړي. 

د ټاکنو کمېسيون د پايلو او ولسمشر غني د بريا په غبرګون کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم تېره شپه اته بجې يوه احساساتي ناسته جوړه او د تېر په څېر يې خپل د (نه منلو) دريځ روښانه کړ. 

عبدالله عبدالله د ټاکنو کمېسيون پرېکړه سياسي کودتا بللې او غير مشروع او ناقانوني يې بللې ده. عبدالله عبدالله ويلي دي چې د ټاکنو کمېسيون پريکړه د خلکو رېښتينو رايو پر اساس نه وه او درغلۍ په کې شوې دي. 

د هېواد د اساسي قانون او ټاکنو کمېسيون اړوند د ولسمشريزو ټاکنو پايلې بايد د ټاګنو خپلواک کمېسيون اعلان کړي. خو تېره شپه ډاکټر عبدالله عبدالله د نيم ساعت لپاره د ټاکنو کمېسيون د رئيس دنده اختيار کړه، په تېرو ټاکنو يې مالومات وړاندې کړل او ورپسې يې ځان د تېرو ټاکنو بريالی او دپنځو کالونو لپاره په خپله ځان ولسمشر اعلان کړ. 

عبدالله عبدالله د (ټول - شموله) په نوم حکومت اعلان کړ، خوا دا يې وانه ويل چې دغه حکومت چېرته جوړوي، پلازمېنه به يې چېرته وي، پر ارګ ورځې او که کوم بل ځای ورته انتخابوي. 

عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسيون چې غړي يې ده او نورو سياسي ګوندونو او ټاکنيزو ډلو په ګډه، سلا او مشورو ټاکلي وو، ناخپلواکه ياد کړ او په دې پار چې دی يې د ټاکنو بريالی نه دی اعلان کړ، مشروعيت يې هم ورڅخه واخېست. 

د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيزې ډلې غړي هم پوره قهرېدلي وو، او له رسنيو سره به خبرو کې يې وويل، چې ټاکنو کمېسيون مستقل نه دی، دوی موازی حکومت اعلان کړ، اصلي رايې دوی اخېستې دي او اعلان شوې رايې سياسي کودتا وه. 

پر ټاکنو اعتراض او نيوکې نه يوازې په افغانستان، بلکې  د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې هم شتون لري. معترض نوماندان نيوکې لري، شکايتونه کوي، لاريونونه کوي، مدني حرکتونه تر سره کوي او په سوله ييز ډول خپل غږ پورته کوي. خو دا بيا بې سارې ده، چې د افغانستان غوندې يو هېواد  کې د ټاکنو يو نوماند د ټاکنو کمېسيون  د رئيس په توګه رسنيو ته رامخ ته شي، د ټاکنو پايلې اعلان کړې او بيا يې په پايله کې ځان هم ولسمشر وټاکي. 

د ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې شپې دريځ د هېواد د شته اساسي قانون سره په بشپړ ډول تضاد کې دی. د موازي حکومتونو جوړل د کورنيو جګړو پر مهال چې  نه اساسي قانون وو او نه هم ولسواکي؛ د په څېر کړنه ده. 

که طالب د ټاکنو پايلې نه مني، نو  ګيله بايد ترې ونه شي؛ ځکه له لومړۍ دوی  اساسي قانون، ولسواکي، ديموکراسي، جمهوريت او نورو سره مخالفت کې دي. خو هغه چاته لکه ډاکټر عبدالله عبدالله چې  هېواد د شته اساسي قانون په چوکاټ کې پر خپلو کټو ټېنګار کوي، خو که چېرې د قانون پرېکړه د ده په زيان وي، نو بيا همدا اساسي قانون، ديموکراسي، ولسواکي او جمهوريت پر وړاندې وي سنګر نيسي او سياسي بغاوت کوي، د شرم وړ دی.