ربيعة قدير

 مېرمن ربيعة قدير (热比娅•卡德尔) په ختيځ ترکستان کې ، چې دچين په لويديځ کې د سين کيانګ ايالت اوسيدونکې ده ، له مشهورو سياسي مېرمنو څخه ده ، چې دبشر دحقوقو مدافع يې بللی شو او له چين څخه دسين کيانګ بېلتون غواړي او دايګوريانو له مشرانو څخه بلل کيږي . ايګوريان _ مسلمان دي او د توکم له پلوه په ترکانو پورې اړه لري . مېرمن قدير دخپلو خلکو ترمنځ دايګوريانو په (دلای لاما ) مشهوره ده . اوسمهال نوموړې په متحده ايالاتو کې د تبعيد ژوند کوي .
که څه هم د چين غوندې يوه پياوړي هېواد نه ، چې اوسمهال ټر ټولو زيات په چټکۍ سره د ځواکمن کيدو او زبرځواک کيدو په لور روان دی ، دخپلواکۍ تر ﻻسه کول کومه اسانه کار نه وي ، لېکن ژمن انسانانو تل کارنامې کړي او موخې ته د رسيدو لپاره يې هېڅ وخت هيلې له ﻻسه نه ورکوي .
له ډېرې مودې نه يوازې ايګوري مسلمانان بلکې د تبت بودايان هم غواړي ، چې له چين څخه خپلواکي تر ﻻسه کړي ، خو د چين لخوا تل په بې رحمۍ سره ځپل شوي . اوس خو په دغه سيمو کې يوه بله پروسه هم پيل شوې ، چې سيمې ته د نورو چينانو په ليږلو سره غواړي د سيمې خلکو د وګړو سلنه راټيټه کړي . د يادونې وړ ده ، چې په دې وروستيو لسيزو کې له چين څخه نه يوازې د چين کومه برخه بېله شوې نه ده ، بلکې د هانګ کانګ ټاپو يې هم وروسته له هغې ، چې له انګلستان سره يې د تړون موده پای ته ورسيده ، له انګريزانو نه راخپل کړ او غواړي تايوان هم راخپل کړي .
داځل مو دروهي ويبپاڼې لپاره ربيعه قدير غوره کړې ده ، چې په په دې وروستيو ورځو کې يې تايوان ته ورتګ دچين اوتايوان ترمنځ ناندرې راپورته کړي . دنوموړې دژوند په اړه يو فلم په تايوان کې نندارې ته وړاندې کېده ، چې دچين حکومت يې غوسه کړ نو سمدلاسه يې پر تايوان نيوکه وکړه ،چې ربيعة قدير بايد تايوان ته رانشي هماغه و ، چې تايوان مېرمن قدير ته ويزه ورنه کړه .

پيداېښت اوزوکړه
ربيعة قدير د 1947 ز د جنورۍ پر 21 مه نېټه دالتای غرونو په لمن کې په يوې بيوزله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې نوموړې به هغه کالي پلورل ،چې خپله به يې اوبدل چينايي چارواکو په دې تور زندان ته وليږدوله ، چې له قانونه يې سرغړونه کړې ده ځکه ،چې هغه مهال ايګوريانو ته دا اجازه نه وه ،چې سوداګريزې چارې ترسره کړي دحکومت له دې چلند وروسته اړ شوه ،چې دکاليو وينځلو هټۍ پراينزي . څه موده وروسته چينايي چارواکو له ايګوريانو دا بنديز ليرې کړ او دسوداګرۍ حق يې بېرته ورکړ دغه مهال نو ربيعې دکاليو وينځلو له هټۍ سره يو سوداګريز مرکز پرانېست په لږه موده کې يې نوم دچين هر کلي او بانډې ته ورسيده .
کله ، چې ربيعة پوهه شوله ، چې دسوداګرۍ کار يې مخ پر وده دی سمدلاسه يې يوه خيريه موسسه پرانېسته او نورو ايګوري ميرمنو ته يې دکوچنيو پورونو ورکړه پيل کړه ، چې دسوداګرۍ کوچنی کاروبار پرې پيل کړي .


دسياست نړۍ
وروسته له هغې ،چې ميرمن ربيعة دسوداګرۍ په چارو کې يوه بريالي ميرمن راووته او دخپل ډول بېساري ميرمن وګڼل شوه نو دسياست نړۍ ته ورننوته او دسين کيانګ ايالت دپارلمان غړۍ شوه په 1995 ز کې دچين حکومت په پلازمينه پکين کې دملګروملتونو لخوا دښځو په اړه دنړيوال کنفرانس لپاره داستازې په توګه ورواستوله . پردې سربېره دهغه کميسيون غړې هم غوره شوه ، چې دچين دحاکم کمونيست ګوند او د چينايي ټولنې دپاتې نورو پرګنو ، ګوندونو او نژادونو ترمنځ داړيکو دسمبالښت دنده يې ترسره کوله .

زندان
دميرمن قدير کړنو چينايي چارواکي دومره قهرولي وو او داسې مهال يې دمېرمن قدير دنيولو پريکړه وکړه ، چې نوموړې په پلازمينه پکين کې دګانکرس له يو پلاوي سره دليدو په موخه له کوره ووتله او وړاندې له دې ،چې ټاکل شوې ځای ته ورسيږي دپوليسو لخوا ونيول شوه دا نو 1999 ز کال و او ددولت درازونو دافشاء کولو په تور پر 8 کلونو بند محکومه کړه تور يې دا و ، چې مېرمن قدير خپل مېړه ته دچينايي ورځپاڼو هغه ټوټې وراستولې ، چې يو کال وړاندې متحده ايالاتو ته تښتېدلې و اوهلته يې په ايګوري ژبه يو راديويي پروګرام وړاندې کاوه ، چې ډيره برخه يې په سين کيانګ کې دپکين پر تګلارو او چلند نيوکو جوړوله . د2005 ز په مارچ کې له دوو کلو بند تيرولو وروسته دامريکا دفشار په ترڅ کې له زندانه ازاده شوه ان تردې ،چې ځينو ټولنو وويل : مېرمن قدير ځکه ازاده شوه ،چې واشنګټن خپله هغه پريکړه بېرته واخېسته ، چې د نورو لږه کيو پر وړاندې يې دچين چلند او کړنې غندلې . چارواکو د روغتيايي حالت پر بنسټ مېرمن قدير له زندانه ازاده کړه او دا يې شرط پرې کېښود ، چې په 3 ورځو کې به پلازمينې پکين څخه وځي داسې مهال له زندانه راووته ، چې دامريکا دبهرنيو چارو پخوانۍ وزيره کونداليزا رايس له چين څخه په ليدنه بوخته وه .
مېرمن قدير دخپل ولس دسوکالۍ لپاره ډېرې سختې وګاللې په دغو کړاونو کې دده ګرده کورنۍ او په ځانګړې توګه دده زامن هم زيانمن شوي دي دعبدالحکيم عبدالرحيم په نوم يو زوی يې په چين کې په ورانکارۍ تورن شو ، دکورنۍ ټوله پانګه يې ضبط شوه او د ټيکس نه ورکولو په پلمه په ميلونونو ډالره جريمه شو پردې سربېره د مېرمن قدير بل زوی عليم عبدالرحيم اوه کاله بندي شو دعفوې نړيوالې ټولنې د مېرمن قدير پر زامنو لګيدلي تورونو انګيرنه سياسي وبلله . کله ، چې ميرمن قدير له زندانه ازاده شوه داسې ګواښونه ورته وشول که چيرې نوموړې دبشرحقوقو په برخه کې خپل فعاليت ته دوام ورکړ نو دده کورنۍ ، سوداګري او اړونده نوره شتمني به په نښه کړای شي .
کله ، چې په 2006 ز عبدالحکيم او عليم عبدالرحيم دميرمن قدير دوه زامن دنامعلومو کسانو لخوا ووهل شول نو لور يې روشان ګل په خپل کور کې نظربند شوه .

په سين کيانګ کې د2009 ز په پېښو کې ، چې تاوتريخوالي ورسره مل دچين حکومت دايګوريانو نړيوال تنظيم ،چې مشري يې مېرمن قدير کوي پړه وبلل شوه .
په 2005 ز کې مېرمن قدير دې پايلې ته ورسيده ، چې نور يې په سين کيانګ کې شپې نه تيريږي هماغه و ، چې خپله کورنۍ ، زامن ، لوڼې دېته وهڅولې ، چې خپله ټوله شتمني له سين کيانګ بهر وليږدوي او په بهر کې استوګنه غوره کړي .
مېرمن قدير په 2006 ز کې دنوبل دسولې جايزې ته کانديد شوې وه .