لومړی وزیر د ټولنیزو رسنیو قواعد ټولو ښکیلو اړخونو ته د مشورې لارښوونه وکړه

روهي( څلورنۍ/۳۰ د سلواغې )،  په ټولنیزو رسنیو باندې د وروستي "بندیزونو" د زیاتیدونکي نیوکو په تعقیب، لومړي وزیر عمران خان اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د دې مقرراتو پلي کولو دمخه ټولو ښکیلو اړخونو سره مشوره وکړي.
 
د غونډې په مهال، لومړي وزیر هیله څرګنده کړه چې ټولې نړیوالې ټولنیزې رسنۍ او انټرنیټي شرکتونه به په پاکستان کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي او حکومت به د دوی اندیښنې لرې کړي.

د مالوماتي ټیکنالوژۍ مشر شعیب صدیقي ډان پاکسانۍ رسنیز مرکز ته ویلي چې غونډې پریکړه کړې چې د نوي مقرراتو پلي کیدو دمخه به ټول نړیوال او ځایی همکاران په پام کې ونیسي.

غونډې ته د ګډون وروسته هغه په خپلو خبرو کې وویل حکومت د نړیوالې انټرنیټي شرکتونو سره په تماس کې دی او د دوی نماینده ګان به ډیر ژر د غونډې لپاره وغوښتل شي ترڅو دوی د نوي مقرراتو او په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو تنظیماتو لپاره خبر شي.