روهي (درې نۍ/۲۰ د سلواغې)، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې نن ماښام کابل کې د ټاکنو کمېسيون له خوا د ولسمشريزو ټاکنو دوروستيو پايلو د اعلان په غبرګون کې ناسته رابللې وې او خپله بريا يې اعلان کړه.
د عبدالله عبدالله پلويانو نوموړي ته د ولسمشر په توګه لونګۍ ور پر سر کړي او عبدالله عبدالله دغه حکومت ته د ټول - شموله حکومت نوم ورکړی دی.
د ډاکټر عبدالله عبدالله سره د نن شپې راټولېدنه کې محمد محقق، محمد کريم خليلي، صلاح الدين رباني، احمد ضيا مسعود، ظاهر قدير او يو شمېر نورو ګډون درلود.
دوی ويلي دي چې ټاکنو کمېسيون مستقل نه دی، او دوی خپل حکومت اعلان او راتلونکې کې به حکومت کابينه جوړه کړي.
وروستي