
روهي( درې نۍ/۲۹ د سلواغې )، د پښتون ژغورنې غورځنګ او پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ محمد اشرف غني ته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي ویلې ده.
داوړ په خپله تویټر پاڼه لیکلي دي : محمد اشرف غني ته د دوهمې ځل ولسمشر کیدو مبارکي وایم.
هغه وروسته لیکي:
دا د سرو او سپینو ډک وطن آبادول غواړي
دا سمسورګلشن دې په اسره د اغیار مه پرېږده