روهي(درې نۍ/۲۹ د سلواغې)، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نژدې ۴۶ لکه افغانان له خپل هېواده بهر ژوند کوي. د دوی له ډلې ۱۴ لکه يې يوازې په پاکستان کې مېشت دي چې اوس مهال يې په دغه هېواد کې درېيم نسل په لویېدو دی.د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د مالوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې د کډوالو لاسنیوی کم شوی. همدا راز په ټوله نړۍ، په ځانګړي ډول پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو سره هم مرستې ډېرې کمې شوې دي.
په ۲۰۱۶ کې له پاکستانه شاوخوا شپږ لکه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ولېږل شول. په دغه کار د بشري حقونو ادارو نيوکې وکړې او په دې اړه يې په تګلارو کې د بدلون راوستلو خبره وکړه.په ۲۰۱۸ کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان اعلان وکړ چې حکومت يې افغان او بنګله ديشي کډوالو ته د تابعیت ورکولو مسالې باندې غور کوي.
دغه اعلان په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو سره په کېدوونکي چلند کې د بدلون لامل او ډېر وستایل شو خو تر اوسه پر هغې مسالې غور روان دی او عملي څه نه دي تر سترګو شوي.
د اسلام اباد په یوه نړيواله غونډه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې د څلوېښت کلنۍ په پوره کېدو او د دوی د ژوند په اړه بحث وشو. په دغه کنفرانس کې په دې هم خبرې وشوې چې افغان کډوال څنګه پر ځان بسیا او خپل حقونه ترلاسه کړای شي.
وروستي