جېف بیزوس :لس میلیارده ډالره د ځمکې د ګرمېدو او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په پار لګوم

روهي(درې نۍ/۲۹ د سلواغې)، د امازون شرکت رییس جېف بیزوس چې د ۱۳۰ میلیاردو ډالرو په درلودو سره د نړۍ لومړی شتمن دی وايي، سږکال دوبی به لس میلیارده ډالره د ځمکې د ګرمېدو او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په پار ولګوي.
د اقتصاد په برخه کې د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د ښاغلي بیزوس شتمني شاوخوا ۱۳۰ میلیارده ډالره ده. د ځمکې د ګرمېدو په برخه کې د ده ۱۰ میلیارده مرسته د انسان دوستۍ برخه جوړوي.د امازون شرکت یو شمېر کارکوونکو څو ځله له خپل رییسه غوښتي وو چې د ځمکې د ګرمېدو پر وړاندې فعالیتونو کې ډېره برخه واخلي. د دوی له ډېرو هڅو سره- سره د ښاغلي بیزوس پام دې مرستې ته واوښت.
امازون چې مرکزي دفتر یې د امریکا په شمال لوېدیځ سیاټل ایالت کې دی او همدارنګه د یوه بل نړیوال شرکت "مایکروسافټ" ګاونډ کې پروت دی. دوی د همدې کال په جنوري کې اعلان کړی و چې تر ۲۰۳۰ کال به د کاربون تولید ودروي او په داسې یوه شرکت بدل شي چې له کاربون څخه پاک وي.
جېف بیزوس په خپل یوه انسټاګرامي پوست کې ویلي وو، چې دا پیسې به د هغو پوهانو، فعالانو او هغو ډلو چې د ځمکې د ګرمېدو پر وړاندې هڅې کوي؛ پر فعالیتونو ولګوي:(غواړم له اوسنيو پرمختګونو سره مرسته وکړم، همدارنګه هڅه کوم چې د ځمکې د ګرمېدو پر وړاندې یوه نوې لار ومومم.)