همدا شيبه؛ ولسمشر غني، لومړی مرستيال امرالله صالح او د دولت جوړونکي ټيم نور غړي په ولسمشر ماڼۍ  کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني بريا لمانځي

روهي (درې نۍ/۲۹ د سلواغې)، همدا شيبه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولسمشر غني، لومړی مرستيال امرالله صالح او د دولت جوړونکي ټيم نور غړي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني بريا لمانځي. 

دغه ناستې ته د دولت جوړنکي ټيم مشران راغلي او تمه ده چې ولسمشر غني به د خپل بريا په اړه ولس ته وينا هم وکړي. 

ټاکنو خپلواک کمېسيون نن ورځ د تېرو ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې چې په پايله کې محمد اشرف غني د پنځو کالونو لپاره ولسمشر وټاکل شو.