پاکستان حکومت له پاکستاني مېرمنو سره د افغان کډوالو واده کوونکو لپاره د تابعیت ورکولوو هېڅ کوم قانون نه لري

روهي(درې نۍ/۲۹ د سلواغې)، له ۱۹۸۰ کال راهیسې نژدې درې مېلیونه افغان کډوال پاکستان کې مېشت دي. له دوی یې ډېر ځان د پاکستاني ټولنې برخه ګڼي. په دې موده کې د ځينو افغان او پاکستاني کورنيو تر منځ دوستۍ هم هم شوې دي. د پاکستان حکومت څه موده وړاندې اعلان کړی و چې افغان سوداګر به بانکي اکونټ جوړولی شي، خو افغان سوداګر وايي، په دغه کار کې اوس هم لا ډېره ستونزې دي. پاکستان کې افغان کډوال په خپل نوم د کور اخیستلو حق هم نه لري.
پر دغو ټولو سربېره، افغان کډوال دا شکایت هم کوي چې وخت نا - وخت د امنيت او يا د اسنادو د نشتوالي له کبله د پاکستان امنيتي سرتېرو لخوا هم ځورول کېږي. ځینو افغان مېرمنو له پاکستاني سړو او يو شمېر افغان سړو له پاکستاني مېرمنو سره ودونه کړي، خو د پاکستان حکومت له پاکستاني مېرمنو سره د افغان کډوالو واده کوونکو لپاره د تابعیت ورکولوو هېڅ کوم قانون نه لري. دغه حالت سره مخ افغان کډوال اوس د خپلو کورنیو راتلونکې ته اندېښمن دي.
صفي الله کجوري وايي: "زما مېرمن پاکستانۍ ده، اوس زه د خپلو ماشومانو فکر اخیستی يم. که پاکستان موږ ته د دې هېواد تابيعت نه راکوي، نو داسې کارډ دې راکړي چې هر وخت د وېزې اخیستو له لانجې خلاص شو."