
روهي (درې نۍ/۲۹ د سلواغې)، نن ورځ ټاکنو خپلواک کمېسيون د تېرو ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې چې اوسنی افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رايو په اخېستلو ولسمشر شو.
د ولسمشر وياند صديق صديقي پر خپل ټوېټر د ولسمشر محمد اشرف غني د بيا ځلې ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده، او ليکلي دي، د پنځو کالونو لپاره يو بل سفر، د جمهوريت بريا او د ديموکراسۍ خپرېدو په مانا دي.
ټاکنو کمېسيون نن روځ د پنځو مياشتو ځنډ وروسته د ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان کړې. ډاکټر عبدالله عبدالله چې د ولسمشر غني سيال وو ۳۹ سلنه رايې اخېستې دي.