اویغوریان د حجاب او ږیري له امله به تل د څارنې لاندې وي

روهي(درې نۍ/۲۹ د سلواغې)، د سینکیانګ د غربي سیمې د څه باندې درې زره کسانو شخصي معلومات چې شاوخوا ۱۳۷ پاڼې دي، د دې سیمې د خلکو ورځنۍ چارې په ګوته کوي.دوی څو وخته لمونځ کوي، څنګه کالي اغوندي، له چا سره اړیکې لري او د دوی کورنۍ له یو بل سره څنګه چلن کوي او ورته نور معلومات په دې اسنادو کې راټول شوي دي.د یوې ۳۸ کلنې ښځې قضیه لیکل شوې چې اصلي نوم یې هېلچېم دی او کمپ ته پر نورو سربېره، له دې امله استول شوې چې څو کاله وړاندې یې حجاب اغوستی و.
دا له محاکمې پرته د خپلسرو سزاګانو له ډلې یوه ده. ځینې نور بیا له دې امله په کمپ کې ساتل شوي چې د پاسپورټ لپاره یې غوښتنه کړې وه او دا ښيي چې بهر ته د تګ نیت هم اوس په سینکیانګ کې د بنسټ پالنې یوه نښه ده.د شواهدو په یوه بله برخه کې یو ۳۴ کلن سړی چې لومړی نوم یې مېموتوتي سره له دې چې کوم ځانګړی ګواښ یې نه دی پېښ کړی، خو دی هم کمپ ته اچول شوی دی.بل کس ۲۸ کلن نورمېمېت دی چې په ناپامۍ یې پر یوې بهرنۍ ویب پاڼې کلک کړی او له همدې امله کمپ کې بند کړای شوی دی. دده په قضیه کې بل هېڅ نشته یوازې همدا دي.
چین هر ډول ورانکاري ردوي او ادعا کوي چې مبارزه یې له "تروریزم او مذهبي بنسټ پالنې" سره ده.دا اسناد د چین له سینکیانګ نه د سر په بیه له هغې سرچینې راغلي چې تېر کال یې هم په دې تړاو ډېر حساس معلومات خپاره کړي و.