بيړنی خبر: محمد اشرف غني د پنځو کالونو لپاره بيا ولسمشر وټاکل شو 

روهي (درې نۍ/۲۰ د سلواغې)، ټاکنو کمېسيون د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان کړې او اوسنی افغان ولسمشر محمد اشرف غني يې د پنځو کالونو لپاره بيا ولسمشر اعلان کړ. 

ټاکنو کمېسيون نن په يوې خبري ناستې کې اعلان وکړ چې ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ل کال ولسمشريزو ټاکنو کې ۹۲۳۵۹۲ رايې تر لاسه کړې دي، چې ۵۰،۶۴ سلنه کيږي. 

د ولسمشرۍ ټاکنو دويم مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله ۳۹،۵۲ رايې اخيستې دي، چې ۷۲۰۸۴۱ رايې کيږي. ګلبدين حکمتيار د ۳،۸۵ سنه رايې اخېستې دي، چې درېيم نمبر کې راغلی دی.