د پکتیا سید کرم کې ۷۵۰ هکټاره ځنګل او ځنګل بڼ جوړیږي

روهی( درې نۍ/۲۹ د سلواغې )، د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغونې په پار هلې ځلې کړندي کړي دي، په همدې موخه ددې ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې ۷۵۰ هکټاره ځنګل او ځنګل بڼ جوړیږي.
 
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دوی په دې ولایت کې د طبیعي ځنګلونو د بیارغونې په پار هلې ځلې کوي او د دغو ځنګلونو د بیارغونې په پار یو شمېر قوریه لرونکو ته روزنیز پروګرامونه هم جوړ کړي او ترڅنګ یې په دې ولایت کې د جلغوزې او غوزانو قوریې هم جوړې کړي دي.
 
د پکتیا د کرنې رییس وویل، چې د ۷۵۰ هکټاره ځنګل او ځنګل بڼ له ډلې ۲۵۰ هکټار یې د چهارمغزو ونو او پاتې ۵۰۰ هکټار یې ځنګل بڼ جوړیږي.
 
پکتیا د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې په هڅه کې دي.