روهي (درې نۍ/۲۹ د سلواغې)، د امريکايۍ ازمون کمپنۍ مشر چې د نړۍ تر ټولو ډېر شتمن کس هم دی، ساينس پوهانو او نورو پلټونکو او مبارزه کوونکو ته د اقيلمي بدلونونو په پار لس مېلېارده امريکايي ډالر ورکړي دي.
ازمون شرکت ويلي دي چې دا مرسته يې له ساينس پوهانو او نورو محيط فعالانو سره په دې پار کړې ده چې د ځکمې پر کرې د روانو بدلونونو، تودخي او اقليم بدلون کې ترې ګټه پورته کړي او زمونږ (ځمکه) له شته ګواښونو وژغوري.
نوموړي پر انسټګرام تېره ورځ اعلان وکړ چې د محيطي بدلونونو په پار يې لس مېلېارده امريکايي ډالر مرسته د Bezos Earth Fund په نوم ځانګړې کړې ده.
وروستي