تادین خان: موازي حکومت غوښتونکي به د طالبانو په شان له مینځه یوسو

روهي( درې نۍ/۲۹ د سلواغې )، د کندهار ولایت د امنیې قوماندان وایي هغه کسان چې په افغانستان کې د موازي حکومت خبرې کوي له طالبانو سره دې ودریږي.

تادین خان په داسې حال کې دا څرګندونې کړې چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړو ویلي که د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دوی ډله بریالۍ اعلان نه شي په افغانستان کې به موازي حکومت اعلان کړي.

تادین خان زیاته کړې یو شمېر سیاسیون د موازي حکومت په اړه خبرې کوي، دوی ته په پوره درنښت، هر څوک، چې دا خبره په خوله راوړي، له طالبانو سره دې ودریږي، موږ به د دوی او د طالب مشکل یو ځای ور حل کړو، د موازي حکومت غوښتنه د افغانستان د تجزيې په معنا ده، د پردیو اجنډاوي راته د منلو وړ نه دي.